د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګلګت بلتستان کې ټرافیکي پېښه، ۲۵ کسان وژل شوي


حکومتي ویاند وايي بس اباسین ته پرېوتی
حکومتي ویاند وايي بس اباسین ته پرېوتی

اسلام اباد - په ګلګت بلتستان کې یو مساپر وړونکی بس سیند ته پرېوتی چې پکې سپاره ټول ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د ګلګت بلتستان حکومتي ویاند فیض الله فراق مشال راډیو ته وویل، کوسټر بس د مارچ پر نهمه له سکردو څخه په لار وو چې په روندو تحصیل کې د پېښې ښکار شو.

د نوموړي په خبره، پېښه هغه مهال شوې چې ډرېور په موړ تاوېده او د ګاډي کنټرول یې له لاسه ورکړ.

ده وویل، د پاکستان پوځي سرتېرو په سیمه کې مرستندویه چارې ترسره کړې دي.

فراق زیاتوي، په وژلیو کې دوه ماشومان هم دي.

د پاکستان تر واک لاندې په غره ییزه سیمه ګلګت بلتستان کې اکثر ټرافیکي پېښې کېږي.

د ۲۰۱۹ز په سېپټېمبر کې په بابوسر سیمه کې د راولپېنډۍ پر لوري روان مساپر وړونکی بس له غره سره جنګېدلی وو چې پکې ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۲ ژوبل ول.

د جرمني خبري اژانس د پاکستان د شماریاتو ادارې په حواله وايي، په هغه هېواد کې هر کال شاوخوا ۹،۰۰۰ ټرافیکي پېښې کېږي چې پکې تقریباً ۴،۰۰۰ کسان وژل کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG