د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګردېز بالاحصار وداني د نړېدو له ګواښ سره مخامخ ده


مورخین وايي، دا وداني د مقدوني سکندر په زمانه کې جوړه شوې وه.
مورخین وايي، دا وداني د مقدوني سکندر په زمانه کې جوړه شوې وه.

سیمه ییز خلک وايي، د پکتیا د مرکز ګردېز سره نږدې اباده بالاحصار وداني تر نیمايي زیاته زیانمنه شوې او د لا نور نړېدو په حال کې ده.

د یوې خاورینې غونډۍ د پاسه جوړه دغه لرغونې ودانۍ د افغانستان له مهمو او لرغونو فرهنګي میراثونو څخه یوه ده.

د پکتیا مدني فعالان او اوسیدونکي وايي، که چیرې افغان حکومت، یونېسکو او د لرغونو ځایونو د رغونې په برخه کې نور ملي او نړیوال بنسټونه پام ونه کړي، ممکن تر ډېره يې د فزیکي اډانې د تخریب په خوا کې حتا د لرغونتوب ارزښت هم په کلکه زیانمن شي.

هغوی زیاتوي، تاریخي ابدات او لرغوني توکي د یو هېواد د وګړو ګډه فرهنګي او معنوي پانګه وي، چې حکومت يې د ساتنې او رغونې مسوولیت پر غاړه لري.

د ګردېز بالاحصار ودانۍ د افغانستان د لرغونو میراثونو له جملې څخه ده.
د ګردېز بالاحصار ودانۍ د افغانستان د لرغونو میراثونو له جملې څخه ده.

مدني فعال معروف افغان مشال راډیو ته وویل، بالاحصار نه یوازې د پکتیا بلکې د ټول افغانستان تاریخي ارزښت دی، چې سلګونه کلونه لرغونتوب لري، نو ټولو افغانانو بلخصوص حکومتي دستګاه ته لازمه ده، چې تاریخي ابدات او ارزښتونه سالم وساتي.

نوموړی زیاتوي، "د څو لسیزو خونړیو جګړو پرمهال دا وداني زیانمنه شوې او ورو ـ ورو يې تاریخي ارزښت کمېږي، نو لازمه ده چې دا بیرته په هماغه تاریخي شکل ورغول شي."

سره له دې چې د ګردېز بالاحصار په ابادۍ کې د تاریخ په بیلابیلو پړاونو کې د هماغه وختونو له اړتیاوو سره سم بدلونونه راغلي، خو دتاریخي روایاتو پر بنسټ په لومړي ځل ۳۲۸ کاله مخکې له میلاده هغه وخت چې مقدوني سکندر په اسیايي هېوادونو حملې وکړې، نو دا بالاحصار د هغه د لښکر د خوندیتوب لپاره جوړ شو.

د پکتیا خلک وايي که حکومت پام ونه کړي، دا تاریخي ودانۍ له منځه ځي
د پکتیا خلک وايي که حکومت پام ونه کړي، دا تاریخي ودانۍ له منځه ځي


د پکتیا د ګرځندویې ادارې امر اقبال هېواد وايي، تاریخي ځایونه که له یوې خوا د یوې سیمې او هېواد د فرهنګ د غنا او لرغونتوب څرګندونه کوي، بل لوري ته دا ډول ځایونوته د سیلانیانو د ورتګ، د هېواد د اقتصاد له پياوړتیا او خلکو ته د کارموندنې په برخه کې هم ګټه لري.

بل لوري ته د پکتیا چارواکي وايي، نه یوازې د ګردېز د تاریخي بالاحصار اساسي رغونه په پلان کې ده، بلکې د بالاحصار په لمن کې غصب شوي ځایونه به هم له غصبه خلاصوي او د بالاحصار په ډډو کې به هم د تفریح او تفرېح لپاره پارکونه جوړوي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صلاح الدین سلیس وویل، د بالاحصار وضعیت خراب دی، دا ودانۍ ۵۰ سلنه زیانمنه شوې او هر کال د ژمي په راتګ سره يې حالت نور هم خرابېږي.

د سلیس په خبره هغوی هڅه کړې چې رغونې ته يې د چارواکو پام راوګرځوي او په همدې نیت د حمل په میاشت کې د ابتدايي سروې لپاره بالاحصار ته تخنیکي ټیم ورغلی وو.

نوموړی زیاتوي، د هغوی وروستي معلومات دا دي چې ممکن تدارکاتي او د رغونې عملي کارونه يې ډېر ژر پیل شي.

د ګردېز بالاحصار وداني په سیمه کې د نورو بالاحصارونو په شان له پیله د پوځي اهدافو په خاطر جوړه شوې خو د چارواکو په وینا، د ګردیز بالاحصار به له رغونې وروسته د سیلګرۍ او د اقتصادي ودې لپاره کارول کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG