د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د ودانۍ پرېوتو پېښه کې یو شمېر کسان وژل شوي


مرستندویه کارکوونکي له ودانۍ څخه ماشوم ژغورلی

کراچۍ - د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوه پېنځه پوړیزې رهایشي ودانۍ نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۷ ژوبل دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه او د فرانسې خبري اژانس وايي، پېښه د مارچ پر پېنځمه د ښار په ګلبهار، چې پخوانی نوم یې ګولیمار وو، سیمه کې شوې.

چارواکي وايي، په نړېدلې ودانۍ کې یو شمېر کسان بند پاتې دي.

چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دا ودانۍ لومړی څلور پوړه لرل او پېنځم منزل یې شاوخوا یو کال مخکې جوړ شوی وو.

د قیصر شهید روغتون یوه ډاکتر قرار عباسي اژانس ته ویلي دي چې په وژل شویو کې "اووه ښځې او درې ماشومان" شامل دي.

له ودانۍ سره لګېدلي دوه کورونه هم نړېدلې دي.

ډان ورځپاڼه وايي، تر پېښې وروسته پولیس او د رېنجرز ځواک سرتېري د مرستندویه چارو لپاره سیمې ته رسېدلي دي.

د ورځپاڼې په خبره، د سیند اعلا وزیر مراد علي شاه چارواکو ته امر کړی دی چې د ودانۍ د پرېوتو پلټنې دې وکړي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، په پاکستان کې اکثر د خرابو حفاظتي تدابیرو له وجې د کورونو د چتونو او ودانیو پرېوتو پېښې کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG