د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو بازار پرانیستل کېږي


سوداګرانې وايي، بازارونه به ژر طالبانو سره یوې هوکړې ته تر رسېدو وروسته پرانیستل شي. انځور له ارشیفه
سوداګرانې وايي، بازارونه به ژر طالبانو سره یوې هوکړې ته تر رسېدو وروسته پرانیستل شي. انځور له ارشیفه

داسې مهال چې په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او کار د طالبانو د حکومت له خوا محدوديتونه دي، د ښځو د سوداګرۍ پراختيا شبکه وايي، ډېر ژر به په کابل او ولایتونو کې د ښځو په لاس د جوړو شویو تولیداتو لپاره بازارونه پرانیستل شي.

د دې شبکې مشرې ممتاز یوسفزۍ د ډېسېمبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل، دا بازارونه به ژر طالبانو سره یوې هوکړې ته تر رسېدو وروسته پرانیستل کېږي. "ډېرې [نوښتګرې] ښځې چې له نېږدې څلور میاشتو راهیسې یې کارونه په ټپه ولاړ دي، اوس ورته د اسلامي امارت له خوا ژمنه ورکړل شوې چې تمه ده ډېر ژر يې د تولید شویو توکو لپاره بازارونه او نندارتونه پرانیستل شي، چې خپل تولیدات وپلوري."

یوسفزۍ دا و نه ویل چې دا بازارونه به پر کومه نېټه پرانیستل شي، خو زیاته یې کړه چې نوښتګرې ښځې د کال په څلورو فصلونو کې تولید شوي توکي لري. د دې په خبره، یوازینۍ ستونزه دې توکو ته د لازمو بازارونو نه شتون دی.

نوموړې البته هیله منه ده چې ښځې به په سیمه ییزو بازارونو کې خپل تولیدات وپلورلای شي.

د سوداګرۍ پراختيا لپاره د افغان ښځو شبکې د معلوماتو پر بنسټ، ښځې اوسمهال د جامو ګنډلو، مربا جوړونې، چپسو، رب (کېچپ)، د چرګو د فارمونو او په نورو ډېرو برخو کې فعاليت کوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد وايي، د ښځو تولید شویو توکو او د پلور لپاره یې د بازارونو د پرانیستل کېدو ملاتړ کوي. "موږ د سوداګرو ښځو ملاتړ کوو او هڅه کوو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې داسې زمینه ورته برابره کړو چې خپلې چارې مخته یوسي، د صنایعو او له سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ یې د تولیداتو لپاره نندارتونونه جوړ شي. ورو، ورو به یې سوداګري بېرته ښه شي."

طالبان پر داسې مهال دا ژمنه کوي چې د اګست په نیمايي کې یې د واکمنۍ له پیل راهیسې یې د ښځو پر زده‌کړو او کار محدوديتونه لګولي دي.

په تېرو ۲۰ کلونو کې افغان ښځو له نورو برخو برسېره، د سوداګرۍ او صنعت په څانګه کې هم د پام وړ پرمختګ کړی وو، په ډېرو برخو کې پر ځان بساینې ته نېږدې شوې وې او ډېرو نورو ښځو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې وه.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې یوشمېر ښځینه وو سوداګرو ویلي ول، هیله نه لري چې بیا به یې کار روزګار ښه شي، خو دا یې هم زیاته کړې وه چې که طالبان ورته اجازه ورکړي او امنیت یې خوندي کړي، حاضرې دي چې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې بیا برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG