ژوب کې د نجونو لپاره د کتابتون جوړېدو یو کال پوره شو
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې د نجونو لپاره د ځانګړي کتابتون (لایبررۍ) د جوړېدو یو کال پوره شو. هغه کتابتون د پښتنو ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو غورځنګ واک په مرسته د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۱۷مه پرانیستل شوی وو. د ژوب نجونه وایي، دا یوازینۍ لایبرري ده چې د هغوی لپاره جوړه شوې ده او هغوی کولی شي هلته کښېني او د کتاب د لوست ترڅنګ پر ادبي او تعلیمي موضوعاتو بحثونه هم وکړي. د کتابتون چلوونکي وايي، اوسمهال شاوخوا ۸۰۰ کتابونه لري. په دې اړه نور معلومات په تاندې هیلې خپرونه کې درکوو چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
سپټمبر ۱۶, ۲۰۲۳
ګلناز وايي، ورور یې له ۱۵ کالو راهیسې ورک دی
-
اګست ۰۵, ۲۰۲۳
ماشوم ته د مور شودې ورکول څومره ارزښت لري؟
-
جون ۱۷, ۲۰۲۳
شاه وزیر: زموږ د ښځو لپاره بې کوره کېدل ډېر سخت ول
-
جون ۰۶, ۲۰۲۳
په سیف الله کلا کې د واک د لومړۍ غونډې حال
-
مارچ ۰۸, ۲۰۲۳
پښتنې فعالانې: تعلیم د ښځو ژوند بدلولای شي
-
جنوري ۲۸, ۲۰۲۳
که د زلمو نه پوره نشوه ـــ فخر افغانه جینکۍ به دې ګټینه