د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: خلک دې په اختر کې د کورونا وایرس مخنیوي احتیاط وکړي


په تېرو اخترونو کې به وبا نه وه نو خلکو بې له څه احتیاطه د قربانۍ مراسم پر ځای کول.
په تېرو اخترونو کې به وبا نه وه نو خلکو بې له څه احتیاطه د قربانۍ مراسم پر ځای کول.

د پاکستان حکومت وايي د راتلونکي لوی اختر پر مهال دې خلک د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي لپاره لارښوونې عملي کړي.

د روغتيا په چارو کې د وزیراعظم سلاکار، ډاکټر ظفر مرزا د جولای په ۲۶مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې د دې وایرس د مخنيوي لپاره به د څارويوو خرڅولو منډيانې له ښاره لرې جوړېږي او د اختر د لمونځ په وخت بايد خلک د يو بل سره ډېر نږدې ونه درېږي.

هلته د خیبر پښتونخوا د افتونو سره د مبارزې د ادارې (پي ډي اېم ای) مشر پروېز ثبتخېل هم د جولای پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، د لوی اختر لپاره چې مرکزي حکومت کومې حفاظتي سپارښتنې کړې، هغه د خیبر پښتونخوا د خلکو لپاره هم دي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د اختر د لمانځه پر مهال دې ټولنیز واټن په پام کې ونیسي، له ۵۰ کالو نه د زیات او د ۱۰ کلونو نه د کم عمر خلک او بیماران دې عیدګاه ته نه ځي او خلک دې ماسکونه او نور حفاظتي وسایل وکاروي.

د جولای تر ۲۶مې په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېره ۲۷۳،۱۱۳ ته رسېدلې ده.

د دې وایرس په اړه معلومات خپرونکې حکومتي ویبپاڼې ليکلي چې د جولای تر ۲۶مې پورې له کورونا وايرسه ۵۸۲۲ کسان مړه شوي او ۲۳۷،۰۰۰ زره ترې بیرته جوړ شوي دي.

د حکومتي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د جولای تر ۲۶مې ۳۳،۲۲۰ کسان پر کورونا اخته شوي چې له منځه یې ۱۱۷۶ مړه شوي خو ۲۷،۰۱۷ کسان ترې بیرته ښه شوي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG