د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښین ضلعې د وېشلو طریقې پرضد احتجاج روان دی


د پښین اوسېدونکو د نومبر پر ۲۶مه د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته پرلت وواهه.
د پښین اوسېدونکو د نومبر پر ۲۶مه د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته پرلت وواهه.

د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې پښين یوشمېر خلکو د خپلې ضلعې د وېشل کېدو طریقه کار پرضد د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی.

احتجاج تر هغې وروسته پیل شوی چې د بلوچستان حکومت د نومبر پر ۲۱مه اعلان وکړ چې پښین ضلع یې په دوو برخو وېشلې ده. د حکومتي اعلان له مخې، اوس به پښین یوه ضلع وي او دویمه هغه به کارېزات برښور نومېږي.

خو تر هغې وروسته د برښور او توبه کاکړۍ سیمو خلکو احتجاج وکړ او و یې ویل چې د پښین ضلعې د وېشلو له طریقه کار سره همغږي نه دي.

دوی وویل، حکومت دې یا برښور بېله ضلع کړي، یا دې د نوې ضلعې مرکز شي او یا دې هم په زاړه حالت کې له پښین سره پرېښوول شي.

د پښین لسګونه اوسېدونکي د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته ورغلي دي - د نومبر ۲۶مې انځور.
د پښین لسګونه اوسېدونکي د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته ورغلي دي - د نومبر ۲۶مې انځور.

حکومتي چارواکو له احتجاجیانو سره تر خبرو اترو وروسته پرېکړه وکړه چې د هغوی په غوښتنه به برښور او توبه کاکړۍ په پښین ضلع کې پاتې شي.

خو د نومبر پر ۲۴مه د پښین اوسېدونکو د حکومت د دې پرېکړې پرضد په احتجاج لاس پورې کړ او د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته یې پرلت وواهه.

دوی غوښتنه کوي چې د پښین ضلعې ابادي زیاته ده نو برښور او توبه کاکړي دې ورڅخه بېل کړي.

د احتجاج پر مهال د پښین د ځوانانو عامله کمېټۍ ( نوجوان اېکشن کمېټۍ) مشر دولت خان ترین مشال راډیو ته وویل چې دوی د نوې ضلعې ضد نه دي بلکې غواړي چې د ابادۍ کمولو لپاره دې برښور او توبه کاکړي له پښین ضلعې و اېستل شي. "د پښین ابادي شاوخوا پینځه لکه ده چې شاوخوا یو لک ابادي بېرته په پښین ګډه شي نو د پښین ابادي بېرته زیاته شوه."

نوموړي زیاته کړه چې دوی د سیمې د ټولو قبیلو قدر کوي‌ خو ده تور پورې کړې چې ځینې خلکو د خپلو "سیاسي ګټو" لپاره د پښین ضلع په ناسمه توګه وېشلې ده.

د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته د پرلت یو ګډونوال روح داد خان ملېزي د نومبر پر ۲۶ مه مشال راډیو ته وویل، خوشاله وو چې د ضلعې له وېشل کېدو سره به ځوانانو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي او د خلکو ژوند به ورسره ښه شي.

خو د ده په وینا، که برښور او توبه کاکړۍ بېرته په پښین ضلع کې پاتې شي نو ځايي ځوانان به له موقعو بې برخې پاتې وي.

د پښین اوسېدونکي وايي، د هغې ضلعې ابادي زیاته ده نو وېشل یې اړین دي.
د پښین اوسېدونکي وايي، د هغې ضلعې ابادي زیاته ده نو وېشل یې اړین دي.

د ۲۰۲۱ز کال د سېپټمبر پر ۲۰مه د پښین ضلعې وېشلو پرمهال د ستونزو د مخنیوي پر لارو چارو ګڼ ګوندیزه غونډه شوې وه.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مخکښ او له پښینه د صوبايي اسمبلۍ غړي اصغر خان ترین مشال راډیو ته وویل، دوی اعلاوزیر ته خواست کړی وو چې پر دې مسله په چټکۍ ګام وانخلي.

د ده په وینا، هلته ټولې قبیلې او ټبرونه یو له بل سره خپلوۍ لري خو بیا هم یو قبایلي نظام هم شته چې د ده په وینا، د دې ډول پرېکړو له وجې ستونزې پیدا کېږي.

د بلوچستان د پلانونو چارو وزیر نور محمد دومړ مشال راډیو ته وویل چې د ستونزې هوارولو لپاره یې کمېټۍ جوړه کړې وه او د برښور او توبه کاکړۍ خلک یې له اعلاوزیر سره کښېنولي‌ ول. "دا د هغو سیمو د خلکو غوښتنه وه او هغه د خپل اختیار دي چې چېرې تلل غواړي دا د هغوی خوښه ده."

نوموړي‌ وویل چې که د برښور او توبه کاکړۍ له ورګډېدو سره د پښین ابادي زیاتېږي نو هغوی دې بیا د دې ضلعې د وېشلو غوښتنه وکړي. "د نوې ضلعې جوړلو لپاره د زیاتې بودیجې اړتیا وي خو حکومت دا هم نه شي کولای چې د هر چا پر غوښتنه به ضلعې جوړوي."

احتجاج کوونکي وايي، که یې غوښتنه و نه منل شوه نو احتجاج به پراخ کړي، لارې به وتړي او د ګاډو تګ راتګ مخه به ونیسي.

د بلوچستان حکومت د ۲۰۲۰ز کال په جنورۍ کې اعلان کړی وو چې د کوټې ، قلعه عبدالله او پښین ضلعې وېشي او نوې ضلعې جوړوي.

بلوچستان د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده او خلک یې له ضلعي مرکزونو لیرې ژوند کوي نو ځکه په ډېریو ضلعو کې خلک په دفتري کارونو پسې په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخامخېږي.

XS
SM
MD
LG