د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او سعودي عرب تعلقات پر کوم لوري روان دي؟


د پاکستان او سعودي عرب تعلقات پر کوم لوري روان دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پاکستان او سعودي عرب ژور او پخواني تعلقات لري خو په وروستيو کې پر ځينو نړيوالو موضوعاتو د دواړو ترمنځ د نظر اختلاف پیدا دی. سږکال اګست پر پینځمه، د پاکستان بهرنيو چارو وزير داسې يو بيان ورکړ چې د کارپوهانو او اپوزيشن په وينا، د رياض او اسلام اباد ترمنځ يې واټن زيات کړ. شاه محمود قریشي ویلي ول چې د کشمير لانجې په اړه دې سعودي عرب د اسلامي هېوادونو سازمان (او ای سي) غونډه وروغواړي، که نه نو پاکستان به مجبور شي چې له سعودي عربه پرته د نورو هېوادونو کنفرانس جوړ کړي. تر دې وروسته د اګست پر ۱۷مه نېټه د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه سعودي عرب ته ولاړ. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کې د شته اختلافاتو جاج اخيستل شوی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG