د لاسرسي ځای

تازه خبر

‎پاکستان کې د امریکايي پوځي اډو جوړولو دعوې درواغ دي: سوني لېګېټ


امریکا وايي، د ۲۰۲۱ز کال تر سېپټېمبره له افغانستانه ټول پوځیان باسي - د ارشیف انځور
امریکا وايي، د ۲۰۲۱ز کال تر سېپټېمبره له افغانستانه ټول پوځیان باسي - د ارشیف انځور

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند وایي، هغه ادعاوې چې امریکا په پاکستان کې ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړي "درواغ" دي.

‎سوني لېګېټ د مې پر ۲۶مه له ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې دا خبره د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو د مخکینیو څرګندونو پر بنسټ وکړه.

‎بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم دا راپورونه رد کړي چې ګنې د هغه هېواد پر خاوره به امریکا پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړي.

‎قریشي د مې پر ۲۵مه د پاکستان قامي اسمبلۍ غونډې ته وویل، "ځینو رسنیو خبر ورکړی چې په پاکستان کې امریکایي اډې جوړېږي. زه تاسو ته ښکاره وایم چې دا خبر ګرسره بې بنیاده دی. دا یوازې د ولس غولول دي. عمران خان دوی ته وویل چې هېڅ امریکايي ا‌‌‌‌‌‌ډه به د پاکستان په خاوره کې نه جوړېږي."

‎د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هېچا ته به د هغه هېواد له خاورې د نظامي اهدافو د کارولو اجازه ور نه کړي.

‎دا په داسې حال کې ده چې په روانه میاشت کې یو شمېر لوېدیځو او سیمه ییزو رسنیو رپورټونه خپاره کړل چې ښايي امریکا له افغانستانه د پوځیانو تر ایستلو وروسته د سیمې په هېوادونو کې د پوځي شتون لپاره د اډو جوړولو په لټه کې دی.

‎په دې راپورونو کې د مرکزي اسیا او پاکستان یادونه د هغو هېوادونو په توګه شوې چې ښایي امریکا پکې پوځي شتون وغواړي.‌

همداراز، د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ډېوېډ هېلوې د مې پر ۲۲مه ګانګرس ته وویل، پاکستان ورته اجازه ورکړې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ملاتړ لپاره د دوی هوایي او ځمکنۍ لار وکارول شي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان دفاع وزارت دریځ معلوم کړو خو ویاند یې له خبرو ډډه وکړه.

‎طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې د دغو راپورونو په اړه غبرګون ښودلی او وايي، په سیمه کې د "پرديو ځواکونو شتون په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو اصلي لامل دی."

‎طالبانو په بیان کې له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د دوی پرضد نورو ته د هوایي او ځمکني حریم کارولو اجازه ور نه کړي.

‎دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو بهیر دوام لري او ټاکل شوې د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې نېټې پای ته ورسېږي.

‎امریکا ټینګار کړی چې له افغانستانه د پوځیانو په ایستلو به له سیمې و نه ووځي او په منځني ختیځ کې به په قوت حضور ولري.

‎د پېنټاګان ویاند جان کربي د مې پر ۲۴مه خبریالانو ته وویل، په سیمه کې خپلو متحدانو ته د امریکا په ژمنو کې بدلون نه راځي.

‎تر دې مخکې، د دوشنبې (ګل) پر ورځ د امریکا دفاع وزیر لاېډ اسټن د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو په اړه ټېلېفوني خبرې کړې وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG