د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د ښځو پر لاریون کاڼي ورول شوي


د عورت ازادي مارچ لاریون
د عورت ازادي مارچ لاریون

د مارچ پر اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د عورت ازادي مارچ په نامه لاريونونه شوي چې پکې د یو مخالف لاریون ګډونوالو د اسلام اباد پرعورت مارچ کاڼي ورولي دي.

په اسلام اباد کې د ښځو د ازادۍ لاریون (عورت ازادي مارچ) او د مذهبي ګوندونو لخوا "حیا مارچ" څنګ په څنګ ترسره شول.

د عورت ازادي مارچ یوې مشرې عصمت شاه جهان مشال راډیو ته وویل، د حیا مارچ پلویانو پرې ډبرې ورولي چې له کبله یې اووه کسان ژوبل شوي چې پکې د څلورو سرونه مات شوي دي.

د اسلام اباد پولیسو هم د دې خبرې پخلی کړی دی.

د مشال راډیو خبریال چې د پېښې په ځای کې موجود وو وايي، وروسته پولیسو دواړه لاریونونه منتشر کړل.

له هغې وروسته د حیا مارچ پای ته ورسېد خو د عورت ازادي مارچ پلویان بیا سره یو ځای شول او د اسلام اباد له پریس کلبه د ډي چوک په لورې روان شول.

د حیا مارچ ګډونوال
د حیا مارچ ګډونوال

په پاکستان کې سږ کال د ښځو نړېواله ورځ جنجالي شوې ده. ازاد خیاله او مذهبي ډلې په خپل خپل انداز کې د مېرمنو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کوي.

په اسلام اباد کې د دواړو خواوو په لاریونونو کې د یو بل پر ضد هم شعارونه ورکول کېدل.

د عورت ازادي مارچ پلویانې وايي، هغوی د مېرمنو د با اختیاره جوړولو لپاره خپل غږ پورته کوي او نه غواړي چې د هغوی د ژوند مهمې پرېکړې دې نارینه کوي.

خو بل پلو، د حیا مارچ کې شاملې ښځې وايي، هغوی د مېرمنو حقونه غواړي خو د هغو شعارونو مخالفې دي چې د ازادي مارچ پلویانې یې ورکوي.

د عورت ازادي مارچ پر دې شعار زیاتې نیوکې کېږي چې هغوی وايي، زما وجود، زما خوښه.

پېښور کې سېمېنار او مظاهره:

په پېښور کې د ښځو امن کانفرانس کې ګډونوالو ښځو ته د ورپېښو ستونزو یادونه وکړه. ګډونوالو وویل، ښځې ژوند او کار غواړي.

بل پلو، په پېښور پریس کلب کې، جمیعت علمای اسلام ګوند د ښځو د حقونو په اړه مظاهره وکړه.

پېښور کې د ښځو د حقونو په اړه غونډه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:48 0:00

په کوټه کې لاریون

د بلوچستان مرکز کوټه کې لسګونو مېرمنو د مېرمنو د نړېوالې ورځې په مناسبت په لاریون کې برخه واخېسته.

په کوټه کې د ښځو د ورځې په مناسبت لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00


لاریون د کوټې له پرېس کلبه شروع شو او د ښار له بېلابېلو برخو تېر شو. پر دې مهال د مېرمنو ترڅنګ د خیر ښېګړې د ادارو نارینه کارکونکیو هم په لاریون کې برخه واخېسته.

پر دې مهال د لاریون د ګډونوالو د حفاظت لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو. د لاریون ګډونوالو بینرونه پورته کړي وو چې پرې د ښځو د حقونو غوښتنه شوې وه.

د پاکستان په نورو برخو کې لاریونونه:

د کوټې او اسلام اباد ترڅنګ په نورو ښارونو کې هم د مېرمنو د ورځې په مناسبت غونډې او لاریونونه کېږي.

د عورت مارچ يوې منتظمې، عصمت شاهجهان د مارچ پر اتمه مشال راډيو ته وويل د ملک په ټولو برخو کې مېرمنې له ستونزو سره مخ دي.

"د ملک حالات ستاسو په مخ کې دي، دلته پر مېرمنو جنسي تېری کېږي، ښځې وهل ټکول کېږي، د غیرت په نوم نجونې وژلې کېږي. د پاکستان عوام له دې ستونزو تنګ دي. موږ له دې هرڅه خلاف غږ پورته کوو."

د ښځو د نړيوالې ورځې يعنې د مارچ د اتمې په مناسبت دا ټوله هفته په بېلابېلو ځايونو کې غونډې شوې دي.

د مارچ په اوومه په سوات کې سړو او ښځو په يوه سيمينار کې په دې لړ کې وويل چې نور دې جينکۍ په سورو کې نه ورکول کېږي.

دوی همداراز زياته کړه چې جینۍ هم د هلک په شان د پوره تعليم او ښه ژوند حق لري نو بايد ورته ورکړل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG