د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغانو شمېر تر یو لاک واوښت


د پېښور یو ډاکتر د خلکو نمونې معاینې ته لېږدوي
د پېښور یو ډاکتر د خلکو نمونې معاینې ته لېږدوي

په پاکستان کې په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس د ۴،۷۲۷ مثبتو پېښو له ثبتېدو سره د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر تر یو لاک اوښتی دی.

د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، تر جون اتمې سهاره په هېواد کې د وایرس ټولې ۱۰۳،۶۷۱ پېښې ثبت شوې دي.

ووبپاڼه وايي، کووېډ – ۱۹ ناروغۍ په پاکستان کې ټول ۲،۰۶۷ کسان وژلي خو ۳۴،۳۵۵ ورڅخه جوړ شوي دي.

له ټولو مثبتو پېښو څخه یې شاوخوا ۳۹،۰۰۰ په پنجاب، څه د پاسه ۳۸،۰۰۰ په سیند، شاوخوا ۱۳،۵۰۰ په خیبر پښتونخوا کې او تر ۶،۵۰۰ زیاتې یې په بلوچستان کې ثبت شوې دي.

د پښتونخوا روغتونونه د ځای کمی نه لري

د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي دي چې د صوبې روغتونونه د کووېډ-۱۹ ناروغانو لپاره د ګنجایش هېڅ ستونزه نه لري.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې د اعلا وزیر سلاکار او ویاند اجمل وزیر د جون پر اوومه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې د ناورینونو پر ضد د مبارزي ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) په مرسته یې روغتونونو ته له وایرسه د روغتیاپالانو د خوندیتوب ځانګړې جامې ورکړې دي.

وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په خیبر پښتونخوا کې د ځوانو ډاکترانو ټولنې د جون پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه په صوبه کې تر ۷۰۰ زیات روغتیايي کارکوونکي او ډاکتران کورونا وایرس ناروغه کړي دي.

په نړۍ کې د کورونا وایرس ارقام دلته وګورئ

ټولنې په بیا بیا د روغتیاپالانو د خوندي جامو د کموالي شکایت هم کړی دی.

د ځوانو ډاکترانو د ټولنې په وینا، د ټولبند نرمېدو له وجې د ناروغانو شمېر زیاتېږي او په روغتونونو کې ځای په کمېدو دی.

خو اجمل وزیر زیاته کړه چې حکومت هڅه کوي چې ولس احتیاطي تدابیر عملي کړي.

وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان حکومت د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند نرم کړی خو خلکو او کاروبارونو ته یې د یو لړ احتیاطونو امر کړی چې پکې د ماسک یا تمبوزک په مخ کول، په دوکانونو او بازارونو کې د ګڼې ګوڼې نه جوړول، د خلکو ترمنځ فاصله او په کاروباري ځایونو کې د صفایۍ انتظام شامل دي.

په عین حال کې د روغتیايي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار ډاکتر ظفر مرزا د جون پر اوومه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال د حکومتي سپارښتنو نه عملي کوونکو پر ضد د اقداماتو خبرداری ورکړ.

په افغانستان او نړۍ کې مثبتې پېښې

هلته په افغانستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۲۰،۳۴۲ ته رسېدلی دی. د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د جون اتمې تر سهاره کووېډ – ۱۹ ناروغۍ په هغه هېواد کې ټول ۳۵۷ کسان وژلي خو ۱،۸۷۵ ورڅخه رغېدلي دي.

د پوهنتون په وینا، په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر تر اووه میلیونه لوړې شوې دي.

ناروغۍ د جون تر اتمې په ګرده نړۍ کې تر څلور لاکه زیات کسان وژلي خو څه د پاسه ۳۱ لاکه ورڅخه رغېدلي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG