په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۴،۷۸۸ ته رسېدلی دی.
د اپرېل تر ۱۱مې په پاکستان کې له حکومتي شمېرو سره سم، د نوي کورونا وایرس ناروغۍ کووېډ – ۱۹ ټول ۷۱ کسان وژلي دي.
له ټولو ناروغانو څخه یې ۷۶۲ جوړ شوي.
په وایرس وهلو کې تر ټولو زیات کسان د پنجاب، بیا د سیند او تر هغې وروسته د خیبر پښتونخوا دي.
د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې د اپرېل ۱۰مې شپې مهال په یوه بیان کې ویلي چې د جمعې پر ورځ په صوبه کې په ۳۹ نورو کسانو کې د وایرس تصدیق شوی چې ورسره هلته د ناروغانو شمېر ۶۵۶ ته رسېدلی دی.
سیمې | مثبتې پېښې | مړه شوي | جوړ شوي |
---|---|---|---|
خیبر پښتونخوا | ۶۵۶ | ۲۵ | ۱۳۱ |
بلوچستان | ۲۲۰ | ۱ | ۹۵ |
پنجاب | ۲،۳۳۶ | ۱۹ | ۳۹ |
سیند | ۱،۲۱۴ | ۲۲ | ۳۵۸ |
اسلام اباد | ۱۱۳ | ۱ | ۱۳ |
د پاکستان تر واک لاندې کشمیر | ۳۴ | ۰ | ۱ |
ګلګت بلتستان | ۲۱۵ | ۳ | ۱۲۵ |
د بنو انتظامي مشر محمد زبیر نیازي د اپرېل پر ۱۰مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې په هغه ښار کې په پېنځو نورو کسانو کې وایرس موندل شوی چې ورسره هلته د ناروغانو شمېر ۱۲ ته رسېدلی.
په عین وخت کې په کواټ کې د وایرس ځپلیو شمېر ۳۸ ته لوړ شوی.
د ضلعې د روغتیا ادارې د اپرېل پر ۱۱مه په بیان کې ویلي چې په چمبۍ کلي کې د کورونا وایرس یو مشکوک ناروغ په روغتون کې مړ شوی چې بیا مرستندویه کارکوونکو یې مړی خاورو ته سپارلی
چارواکو د مړي خپلوانو ته په جنازه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.
د پاکستان وفاقي او صوبايي حکومتونو په ټولو سیمو کې ټولبند اعلان کړی او له اړتیا پرته خلکو ته له یوه ښاره تر بل هغه د تګ اجازه نه ورکوي.
حکومت همداراز، ولس ته ویلي چې په کورونو کې دې پاتې شي او یوازې د ورځني استعمال شیانو اخیستو لپاره دې دوکانونو یا بازارونو ته ځي.
د فېسبوک تبصرې