د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان نومیالۍ سندرغاړې نیره نور مړه شوې


په پاکستان کې د موسیقۍ یوه زده کوونکې په هارمونیم نغمه غږوي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې د موسیقۍ یوه زده کوونکې په هارمونیم نغمه غږوي - پخوانی انځور.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، د هغه هېواد نومیالۍ سندرغاړې نیره نور د ۷۱ کلونو په عمر کې مړه شوې ده.

راډیو ویلي دي چې نوموړې له یوې مودې راهیسې ناروغه وه او د اګست پر ۲۰مه په کراچۍ کې مړه شوه.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف، ولسمشر عارف علوي، یوشمېر نورو لوړپوړو چارواکو او بېلابېلو شخصیتونو د نیرې نور په مړینه د خپګان څرګندونه کړې ده.

شریف د اګست پر ۲۱مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې نور په اواز کې د "ترنم او سوز له وجې ځانګړی نوم ګټلی" وو.

د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر مریم اورنګزېب د اګست پر ۲۱مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې د هغې له مړینې سره د "موسیقۍ یو دور پای ته ورسېد."

اورنګزېب لیکلي چې نیره نور د "خوږ غږ او د سندرو ویلو د ځانګړي انداز" څښتنه وه.

دولتي راډیو وايي چې نور په ۱۹۵۰ز کال کې د هند په اسام ایالت کې زېږېدلې وه او کورنۍ یې په ۱۹۵۷ز کال کې پاکستان ته کډه شوه.

د راډیو په خبره، نور د "پاکستان بلبلې" په نوم پېژندل کېده چې په ۲۰۰۵ز کال کې ورته ولسمشر اعلا انعام ورکړی وو.

نیره نور د راډیو او ټېلېوېژن لپاره ډېرې سندرې، غزلونه او ملي نغمې ویلې وې چې له وجې یې په پاکستان او سیمه کې خورا لوی نوم ګټلی وو.

XS
SM
MD
LG