د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان سره د کرکټ سيالۍ نه ځنډوو: افغانستان کرکټ بورډ


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله - انځور له ارشيفه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله - انځور له ارشيفه

د افغانستان کرکټ بورډ وايې له پاکستان سره به يې د درېوو يو ورځنۍ نړيوالو مېچونو سيريز چې د راتلونکې سپټمبر مياشتې له لومړۍ اوونۍ به په سريلنکا کې پیلېږي نه ځنډوي او پر خپل ټاکلي وخت به کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د اګست پر ۱۹مه مشال رېډيو ته وويل چې طالبانو ورته ډاډ ورکړی چې خپل کرکټ ته دوام ورکړي.

نوموړی وايي، کرکټ لوبډلې يې د پاکستان خلاف سياليو لپاره د اګست له ۱۸ مې تمرينونه پیل کړي دي. "موږ چمتو يو، لوبډله دا وخت هم په کابل کې تمرينات ترسره کوي او هېڅ نوی مشکل يا نوې خبره نشته. هرڅه عادي دي. د پاکستان خلاف دا مېچونه زموږ لپاره ډېر مهم دي ځکه چې د دې مېچونو پر اساس به لوبډلې نړيوال جام ته لاره پېدا کوي. زموږ لوبډله به ډېر زر سريلنکا ته سفر وکړي."

د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو لوبې د سیپټمبر پر ۱۰مه د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پېليږي
فريد هوتک

افغان کرکټ ټیم به پر وخت ورسېږي؟

دا وخت په افغانستان کې د پنجشېر پرته ټول ولايتونه او کابل هم طالبانو نيولی او زرګونه افغانان چې هڅه کوي له هېواده ووځي، کابل هوايي ميدان ته يې مخه کړې او د ډېرې ګڼې ګوڼي له کبله د څو تنو مړه کېدل هم رپورټ شوي دي.

د افغان کرکټ بورډ د رسنيو مشر حکمت حسن هم وېره لري داسې نه چې د کابل هوايي ډګر د بندېدو له وجې یې لوبډله د پاکستان خلاف د مېچونو کولو لپاره سريلنکا ته له تلو څخه پاتې شي.

حکمت حسن د اګست پر ۱۹مه مشال رېډيو ته وويل، فکر نه کوي چې د طالبانو له واکمنېدو سره به کرکټ ته کوم تاوان ورسېږي.

ښاغلی حسن زياتوي، "دوی پخوا هم په هغو سيمو کې مېچونه کړي چېرته چې طالبانو کنټرول درلودو. موږ ته طالبانو ډاډ راکړی چې تاسو کرکټ د خپل پلان مطابق مخې ته وړئ او تاسو ته به هېڅ نه ويل کېږي. له کله نه چې موږ کرکټ کوو نو تر دې دمه موږ ته کومه ستونزه نه ده راغلې نو کرکټ ته هېڅ مسله نه شته"

افغان کرکټ بورډ چارواکو مشال رېډيو ته وويل چې لوبغاړي يې په تياريو بوخت دي او نه شي کولای چې په موجوده حالاتو کې له رسنيو سره خبرې وکړي. دغه راز د افغانستان پخواني کرکټر کريم صادق په ګډون نور پخوانيو لوبغاړو ته مشال راډيو په لسګونه واره فون وکړ خو هېڅ ځواب يې رانکړ. خو د اګست پر ۱۵مه چې کله طالبان کابل ته ننوتل نو د افغان ملي کرکټ لوبغاړي راشد خان په خپل يو ټويټ کې همدومره وليکل (امن). همداراز د اګست پر ۱۹مه يې بيا په يو بل ټويټ کې وويل چې ((موږ د پرامنه، پرمختللي او متحد افغانستان لپاره اميد لرو او دعا کوو.))

صميم الله سلطاني چې د افغانستان شپږیزه کرکټ لیګ په سياليو کې يې لوبه کړې او په کابل کې د کرکټ اکاډمي هم لري وايي، د افغانستان روانو حالاتو د دوی د ملي لوبډلې او نور سپورټس په لوبغاړو ډېر بده نفسياتي اغېزه کړې او د خپل راتلونکي په اړه انديښمن دي.

ښاغلي سلطاني د اګست پر ۱۹مه مشال رېډيو ته وويل "ښکاري نه چې په کابل کې په راتلونکې سپټمبر کې د کېدونکو شپږيزه کرکټ سياليو څخه به د کرکټ مينه وال ډېر خوند واخلي ځکه چې کرکټ يا د نورو لوبو لپاره امن ډېر ضروري وي. په افغانستان کې يواځينی عمل چې ولس يې سره راټول کړی وو نو هغه کرکټ دی. د شپږيزې لپاره لوبډلې واخیستل شوې او مېچونه به هم ضرور کېږي خو خلک له يوه تشويش سره مخ دی نو ښکاري نه چې د کرکټ مينه وال به ميدانونو ته ولاړ شي."

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې پر ۱۰مه به د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو لوبې د اتو لوبډلو ترمنځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پيلېږي.

په پاکستان کې د سپورټس خبريال امجد عزيز ملک وايې په افغانستان کې د ۱۹۹۶م څخه تر ۲۰۰۱ ز کاله پورې د طالبانو په حکومتي دوره کې سپورټس ته ډېر ارزښت نه وو ورکړل شوی خو د ده په خبره د طالبانو لخوا افغان کرکټ بورډ ته د ډاډ ورکولو څخه ښکاري چې دا وار د دوی رويه بدله ده. البته نوموړی وايې اوس معلومه نه ده چې دا موقتي خبرې دي او که څنګه؟

"کرکټ يا نورې لوبې هله ښې کيږي چې حکومتونه پرې ډېرې پيسې ولګوي ځکه چې لوبغاړي ډېرو اسانتياو ته اړتيا لري. ښې تنخواګانې ورکړل شي. دوی ميدانونو ته ضرورت لري. نورو هېوادونو ته سفرونه کول وي نو د حکومتونو لومړيتوبونو ته کتل وي چې ايا هغوی غواړي چې د سپورټس په وجه نړۍکې وپېژندل شي او که نه"

امجد عزيز ملک او صميم الله سلطاني وايې د افغانستان د کرکټ راتلونکي په اړه تر هغو په بشپړه توګه څه نه شي وېل کېدای ترڅو چې د نوي حکومت پاليسي او لومړيتوبونه په عمل کې مخې ته نه وي راغلي.

د افغانستان کرکټ فېډرېشن د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۵ز کال کې رامنځته شو او په ۲۰۰۱ کال کې یې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري د دریمې درجې هېواد غړیتوب ترلاسه کړ. په ۲۰۰۹ز کال کې فېډرېشن په افغان کرکټ بورډ بدل کړل شو او د غوره کرکټ له کبله، د کرکټ نړيوالې شورا ورته په ۲۰۱۷ز کال کې بشپړ غړيتوب ورکړو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG