د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کووېډ-۱۹ وبا مخنیوي لپاره له افغانستان او ایران سره پولې تړي


پاکستان د ۲۰۲۰ز کال د مارچ پر ۱۶مه د کووېډ-۱۹ وبا مخنیوي لپاره د تورخم لار وتړله چې بیا یې په اپرېل او مې کې د څه وخت لپاره او په جولای کې یې په بشپړه توګه پرانیسته.
پاکستان د ۲۰۲۰ز کال د مارچ پر ۱۶مه د کووېډ-۱۹ وبا مخنیوي لپاره د تورخم لار وتړله چې بیا یې په اپرېل او مې کې د څه وخت لپاره او په جولای کې یې په بشپړه توګه پرانیسته.

د پاکستان حکومت د مې له پینځمې تر ۲۰مې نېټې له ایران او افغانستان سره د خپلو پولو تړلو فیصله کړې ده.

د مې پر دویمه د کورونا وایرس وبا کنټرول لپاره حکومتي ادارې نېشنل کمانډ اپرېشن سېنټر (اېن سي او سي) تر غونډې وروسته په بیان کې ویلي چې په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي نو ځکه یې د کنټرول لپاره له یادو هېوادونو سره پولې تر دوو اوونیو تړي.

له پرېکړې سره سم، په دې موده کې به له افغانستان او ایرانه یوازې پاکستاني وګړي خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه لري.

همداراز، له هغو هېوادونو به ناروغان هم پاکستان ته ورتللی شي او سامان وړونکو ګاډو ته به هم د تګ راتګ اجازه وي.

ادارې ویلي، د بندیز په دې موده کې به له پاکستانه ایراني او افغان وګړي هم خپلو هېوادونو ته ستنېدای شي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۰ز کال په فبرورۍ کې له ایران او بیا یې په مارچ کې له افغانستان سره پولې تړلې وې چې د اپرېل له میاشتې یې په پړاوونو کې بیا پرانیستې.

د کورونا وایرس د ناروغۍ یعنې کووېډ-۱۹ د کنټرول او څار ادارې د اپرېل پر ۲۹مه نېټه ويلي ول چې د مې له پنځمې تر ۲۰مې به پاکستان ته د مسافر وړونکو الوتکو پروازونه هم تر ډېره محدودوي.

حکومت دا اقدامات پر داسې مهال اعلان کړي چې په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۴،۲۱۳ تازه پېښې ثبت شوې دي.

د کورونا وایرس شمېرو په اړه له حکومتي ووبپاڼې سره سم، په تېر يو شواروز کې په ټول هېواد کې ۷۹ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي چې ورسره په هېواد کې د مړو ټوله شمېر ۱۸،۱۴۹ ته رسېدلې.

د ووبپاڼې په وينا، په پاکستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر تر ۸۴۳،۰۰۰ زیات شوی، خو له ناروغۍ شاوخوا ۷۲۸،۰۰۰ کسان جوړ شوي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG