د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو ستنېدو بهیر پیل


د کډوالو ستنېدو پهیر په ژمي کې درېدلی وو
د کډوالو ستنېدو پهیر په ژمي کې درېدلی وو

اسلام اباد - د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په خپله خوښه له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر پیل کړی.

په پاکستان کې د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر خان اپرېدي د مارچ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د راجسټر افغان کډوالو هېواد ته د ستنېدو عمل په ژمي کې درېدلی وو چې د مارچ له دویمې څخه بیا پیل شو.

د ده په وینا، په تېرو دوو ورځو کې درې کورنۍ افغانستان ته تللې دي.

د اپرېدي په خبره، په خپله خوښه د ستنېدونکو راجسټر کډوالو لپاره یې په نوښار او کوټه کې دوه مرکزونه جوړ کړي چې پکې ستنېدونکو ته سړي سر ۲۰۰ امریکايي ډالره مرسته ورکوي.

په پاکستان کې دا مهال شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال اوسي چې پکې تقریباً ۱۴ لاکه راجسټر دي او د پاتې کېدو موده یې د ۲۰۲۰ز کال د جون په پای کې ختمېږي.

په پاکستان کې د قبایلو او سرحداتو (سیفران) وزیر محبوب سلطان په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې د کډوالو د پاتې کېدو د مودې غځولو پرېکړه به وفاقي کابینه کوي.

په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ز کې د پاکستان د شناختي کارډونو جوړولو ادارې (نادرا) او په اسلام اباد کې افغان سفارت شاوخوا ۱۰ لاکه بې اسناده افغان کډوال راجسټر کړي ول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG