د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ او عمران خان د کورونا وایرس وبا پر وړاندې پر مبارزې غږېدلي


دواړو مشرانو پر سیمه ییز امنیت هم خبرې کړي

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره د کورونا وایرس وبا پر وړاندې پر مبارزې غږېدلی دی.

د اپرېل پر ۲۲مه سپینې ماڼۍ او د پاکستان د وزیراعظم دفتر په جلا جلا بیانونو کې ویلي چې دواړو مشرانو د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ – ۱۹) وبا او د دې له وجې پر اقتصادي مسلو او چیلېنجونو ټېلېفوني خبرې وکړې.

سپینه ماڼۍ وايي، ټرمپ او خان پر دې سره موافق شول چې د وبا د اقتصادي اغېز کمولو لپاره به په همغږۍ د وایرس ضد اقداماتو لپاره ګډ کار کوي.

د پاکستان د وزیراعظم دفتر په بیان کې راغلي چې عمران خان له ډانلډ ټرمپ سره په امریکا کې د کورونا وایرس ناروغۍ له وجې پر مړینو غمرازي وکړه.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، کورونا وایرس په امریکا کې تر اته لاکه او ۴۲ زره زیات کسان ناروغه کړي چې پکې تر ۴۶ زره زیات کسان وژل شوي.

دا د نړۍ په یوه هېواد کې د کورونا وایرس د ناروغانو او مړینو تر ټولو لوړ شمېر دی.

سپینه ماڼۍ په خپل بیان کې همداراز زیاتوي چې د امریکا او پاکستان حکومتي مشرانو پر سیمه ییز امنیت او دوه اړخیزه موضوعاتو هم خبرې وکړې خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی.

البته د پاکستان د وزیراعظم له دفتره په خپور بیان کې زیاته شوې چې عمران خان، ډانلډ ټرمپ ته ډاډ ورکړ چې اسلام اباد به د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ ته دوام ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG