د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي د فبرورۍ تر پایه له طالبانو سره د توافق امکان دی


ټرمپ وايي له طالبانو سره موافقې ته نېږدې شوی

واشنګټن - امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي دي چې داسې هیله بښونکې اشارې دي چې هېواد به یې د روانې میاشت (فبرورۍ) تر پایه له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۳مه د ای هارټ راډیو په یوه خپرونه کې وویل، د توافق "ښه" امکانات شته.

له ټرمپ څخه چې پوښتنه وشوه چې ایا امریکا او طالبان هوکړې ته رسېدلي او که څنګه؟ نو نوموړي وویل: "زه فکر کوم چې موږ ورته خورا نېږدې شوي یو. زما په اند ښه چانس شته چې موږ به موافقې ته ورسو. موږ به په راتلونکو دوو اوونیو کې خبر شو."

تر ټرمپ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو جرمني ته پر لار خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره یې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی خو نور معلومات یې ورنکړل.

پامپېو د میونښ په امنیتي غونډه کې ګډون لپاره جرمني ته ورغلی.

افغان ولسمشر اشرف غني هم د جرمني په سفر دی او ټاکل شوې چې دواړه د غونډې پر مهال سره وویني.

زه فکر کوم چې موږ ورته خورا نېږدې شوي یو. زما په اند ښه چانس شته چې موږ به موافقې ته ورسو. موږ به په راتلونکو دوو اوونیو کې خبر شو.
ډانلډ ټرمپ

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر هم د فبرورۍ پر ۱۳مه په برسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې امریکا او طالبانو د تشدد پر کمولو مذاکرات کړي دي:

"امریکا او طالبانو د تشدد د کمولو لپاره مذاکرات کړي ول. زه دلته راغلم چې په دې اړه له خپلو ملګرو سره بحث وکړم. موږ مخکې هم ویلي چې د افغانستان د شخړې حل په سیاسي موافقه کې دی."

اېسپر همداراز وویل چې امریکا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د یوې اوونۍ لپاره د تشدد د کمولو پر "وړاندیز" خبرې کړې دي.

خو ده زیاته کړه چې له افغانستانه د امریکا د سرتېرو ایستل او نور مذاکرات به "مشروط" وي او د تاوتریخوالي تر کمېدو وروسته به پیلېږي.

مارک اېسپر وویل امریکا له طالبانو سره د تشدد پر کمولو بحث کړی
مارک اېسپر وویل امریکا له طالبانو سره د تشدد پر کمولو بحث کړی

په عین وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد ویلي چې د افغانستان د سولې په اړه پرېکړه له شرایطو پرته او په پټو سترګو نه کېږي.

اوس نور د افغانستان د حکومت د تغیر او د افغانستان د ملي پوځ د ختمولو خبره نه ده مطرح. اوس خبرې د سولې پر خوا روانې دي.
اسد الله خالد

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته په مرکه کې وویل چې ښايي په لنډه موده کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي:

"تاسې د قطر مذاکرات څارئ. له یو کال راهیسې ډېر بدلون راغلی. اوس نور د افغانستان د حکومت د تغیر او د افغانستان د ملي پوځ د ختمولو خبره نه ده مطرح. اوس خبرې د سولې پر خوا روانې دي. موږ خپل ولس ته وعده ورکوو چې ملي اردو به په هر حال کې د ټولو هغو ارزښتونو دفاع کوي چې په تېرو دوو لسیزو کې موږ ترلاسه کړي او ټینګ ساتلي دي."

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د امریکايي او افغان چارواکو تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو کولو انکار کړی او وايي، له امریکا سره موافقې ته تر رسېدو وروسته به ورسره د سولې مذاکرات پیل کړي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس لیکلي چې که په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي نو دا به د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک ته لار هواره کړي چې تر هغې وروسته ښايي د ۱۰ ورځو په موده کې بین الافغاني خبرې پیل شي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

اپوزیشن د ګرانۍ په سر پر حکومت نیوکې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:22 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG