د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولس دې اختر کې د کورونا وایرس مخنیوي لارښوونې عملي کړي: عارف علوي


په پېښور کې خلک د اختر تر لمانځه وروسته دعا کوي - انځور له ارشیفه
په پېښور کې خلک د اختر تر لمانځه وروسته دعا کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان ولسمشر عارف علوي له ولسه غوښتي چې د کورونا وایرس وبا څلورمې څپې مخنیوي لپاره دې د اختر په ورځو کې احتیاطي لارښوونې عملي کړي.

په دې لارښوونو کې تمبوزک وهل، ټولنیز واټن مراعتول، د ګڼې ګوڼې نه جوړول او په بیا بیا په صابون د لاسونو مینځل شامل دي.

نوموړي د جولای پر ۲۱مه د لوی اختر په مناسبت په پیغام کې وویل چې وزیراعظم د بېوزله خلکو کورني اقتصاد ته په پام د هېواد پر کچ د ټولبند نه لګولو فیصله وکړه.

عمران خان د اختر په مناسبت په پیغام کې ویلي چې د هېواد اقتصاد پر سم لوري روان شوی - د ارشیف انځور.
عمران خان د اختر په مناسبت په پیغام کې ویلي چې د هېواد اقتصاد پر سم لوري روان شوی - د ارشیف انځور.

علوي زیاتوي چې د کورونا وایرس د ډېلټا یا هندۍ بڼې د خپرېدو مخنیوي لپاره احتیاطي لارښوونې اړینې دي. روغتیاپالان وايي، د کورونا وایرس ډېلټا بڼه د نورو هغو پرتله په تېزۍ خپرېږي.

د پاکستان دولتي راډیو د وزیراعظم له خولې ویلي چې د ولس د "جذبې" له وجې هغه هېواد د کورونا وایرس له لویو ناوړه اثراتو محفوظ پاتې شو.

عمران خان د اختر په مناسبت په پیغام کې ویلي چې د وبا له وجې چې اقتصاد له کوم حالت سره مخامخ وو، هغه اوس د بدلېدو په حال کې دی او حکومت اقتصاد بیا پر سمه لار روان کړی دی.

عارف علوي ویلي چې خلک دې د اختر په ورځو کې احتیاطي لارښوونې عملي کړي.
عارف علوي ویلي چې خلک دې د اختر په ورځو کې احتیاطي لارښوونې عملي کړي.

ولسمشر او وزیراعظم دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د جولای پر ۲۱مه په پاکستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د افغانستان، سعودي عرب او د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې لوی اختر د جولای پر۲۰مه ولمانځل شو.

د جولای پر ۲۱مه د پېښور،کوټې او اسلام اباد په ګډون د هېواد په ټولو لويو او وړو ښارونو کې د اختر لمونځونه وشول چې تر هغې وروسته خلکو د څارویو قربانۍ وکړې.

په همدې حال کې د پاکستان دولتي راډیو د چارشنبې پر ورځ خبر ورکړی چې د کورونا وايرس وبا د څار قامي ادارې (نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر یا اېن سي او سي) د جولای پر ۲۰مه غونډه کې ویلي چې د ټولو صوبو حکومتونو ته یې امر کړی چې په اختر کې د وایرس د خپراوي مخنیوي تدابیر عملي کړي.

د مشال راډیو خبريالان هم وايي چې په لويو او وړو ښارونو کې انتظاميو ځای پر ځای بینرې لګولې دي چې ورباندې لیکل شوي چې خلک دې د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي په پار له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي، په لاس او غېږ دې روغبړ او د اختر مبارکي نه کوي.

د جولای ۲۰مې په غونډه کې دا هم ویل شوي چې د کووېډ-۱۹ واکسينو مرکزونه به يوازې د اختر په لومړۍ ورځ بند وي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې کورونا وایرس ناروغۍ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۴۰ تنه نور وژلي دي.

د وبا په اړه د پاکستان حکومتي ووبپاڼې د جولای پر ۲۱مه لیکلي دي‌ چې تر اوسه له دې ناروغۍ په مجموعي‌ توګه ۲۲،۸۸۸ کسان مړه شوي دي.

خو د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې د وبا له لومړۍ څپې راهیسې په هغه هېواد کې ټول ۹۲۲،۰۳۴ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ رغېدلي هم دي.

ووبپاڼه زیاتوي چې په تېر یو شواروز کې ۲،۵۷۹ تنه نور په کورونا وایرس اخته شوي. په پاکستان کې د وبا له پیل راهیسې ټول ۹۹۶،۴۵۱ کورونا وایرس وهلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG