د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیو زيلنډ کرکټ لوبډله ۱۸ کاله وروسته پاکستان ته تللې


د نیو زیلینډ او پاکستان کرکټ لوبډلو د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر کې هم سیالۍ کړې وې.
د نیو زیلینډ او پاکستان کرکټ لوبډلو د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر کې هم سیالۍ کړې وې.

د نیو زیلینډ کرکټ لوبډله تر شاوخوا ۱۸ کلونو وروسته پاکستان ته تللې چې هلته به له کوربه لوبډلې سره درې یو ورځنۍ او پینځه ۲۰ اووریزه سیالۍ ولري.

د پاکستان د کرکټ بورډ ویاند حماد حمید د سېپټېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالي د سېپټېمبر پر ۱۷مه کېږي. "د نیو زیلینډ د کرکټ لوبډله تر ۱۸ کلونو وروسته [د سېپټېمبر پر ۱۱مه] پاکستان ته رارسېدلې. درې یو ورځنۍ او پینځه ۲۰ اووریزه یا ټي ټوېنټي سیالۍ به په راولپېنډۍ او لاهور کې وشي. لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د سېپټېمبر پر ۱۷مه د راولپېنډۍ په نیشنل لوبغالي کې کېږي."

تر دې مخکې د پاکستان لوبډله د ۲۰۲۰ز کال په پای کې نیو زیلنډ ته تللې وه او هلته یې له کوربه لوبډلې سره سیالۍ کړې وې.

د ده په خبره، چارواکو د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره پرېکړه کړې چې د لوبغالي حجم ته په کتو به یوازې پکې ۲۵ فیصده څوکۍ له نندارچیانو ډکېږي. د دې معنا دا ده چې د راولپېنډۍ په سټېډییم کې به یوازې ۴،۵۰۰ او د لاهور په لوبغالي کې به ۵،۵۰۰ کسان د سیالیو ننداره وکړای شي. د کرکټ بورډ ویاند وايي، د سیالیو لپاره د ټېکېټ بیه له ۵۰۰ روپیو څخه تر ۳،۰۰۰ روپیو پورې ده.

په پاکستان کې روغتیاپالان اندېښنه لري چې پر داسې مهال چې په هغه هېواد کې د کورونا وایرس پېښې بیا په زیاتېدو دي، لوبغالي ته د نندارچیانو پرېښوول ښايي د وبا د پراخېدو لامل شي.

خو کرکټ بورډ وايي، د سیالیو لپاره یې احتیاطي اقدامات کړي دي.

په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې په لاهور کې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو ته نندارچیان نه ول پرېښوول شوي.
په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې په لاهور کې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو ته نندارچیان نه ول پرېښوول شوي.

حمید وايي، د پاکستان او نیو زیلینډ ترمنځ به دویمه یو ورځنۍ لوبه د سېپټېمبر پر ۱۹مه او درېیمه به پر ۲۱مه نېټه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې کېږي او تر هغې وروسته به دواړه لوبډلې لاهور ته ځي چې هلته د سېپټېمبر له ۲۵مې څخه د اکتوبر تر درېیمې پورې پینځه ۲۰ اوریزه لوبې وکړي.

د نیو زیلینډ کرکټ لوبډله پر داسې مهال پاکستان ته ځي چې هلته د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې د پاکستان سوپر لیګ په نوم د کرکټ سیالۍ دوه کاله د خنډ و ځنډ ښکار شوې.

تر دې مخکې په ۲۰۰۹ز کال کې په لاهور کې د سري لنکا پر کرکټ لوبډلې تر وسله وال برید وروسته د بهرنیو هېوادونو لوبډلې تر کلونو پاکستان ته نه تللې او اکثر وخت به سیالۍ په نورو هېوادونو کې کېدې.

په ۲۰۱۶ز کال کې د زمبابوې لوبډله لومړۍ هغه وه چې په پاکستان کې یې سیالۍ وکړې. تر دې وروسته په ۲۰۱۹ز کال کې د سري لنکا او بیا په ۲۰۲۰ز کال کې د بنګلا دېش ټیمونه هم پاکستان ته ورغلل.

د کرکټ بورډ ویاند حماد حمید وايي، په هېواد کې اوس نړیوال کرکټ بحال شوی دی او په راتلونکې کې به نورې لوبډلې هم هلته ورشي.

د کرکټ بورډ چارواکي وايي، د نیو زیلینډ لوبډله به په ۲۰۲۲ز کال کې هم پاکستان ته ځي چې هلته دوه ټېسټ یا پینځه ورځنۍ او درې یو ورځنۍ سیالۍ وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG