د لاسرسي ځای

تازه خبر

مریم اورنګزېب: نواز شریف د نومبر پر ۱۹مه لندن ته ځي


نواز شریف له تېرې څه مودې راهېسې ناجوړه دی او په وینه کې یې یو ډول خلیې کمېږي
نواز شریف له تېرې څه مودې راهېسې ناجوړه دی او په وینه کې یې یو ډول خلیې کمېږي

پراګ ـ ټاکل شوې ده چې د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف د نومبر پر ۱۹مه د علاج لپاره لندن ته ولاړ شي.

دا خبره د مسلم لیګ (ن) ګوند ویاندې مریم اورنګ زېب د نومبر پر ۱۷مه د یاد ګوند پر رسمي ټویټر پاڼه لیکلې ده.

نوموړې ویلي چې د نواز شریف د وړلو لپاره به الوتکه د نومبر د ۱۹مې په سهار پاکستان ته رسېږي.

بل پلو د نواز شریف د علاج کوونکو ډاکټرانو مشر ډاکټر عدنان خان د نومبر پر ۱۷مه، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نواز شریف به په داسې الوتکې کې سفر کوي چې په طبي وسایلو او پرسونل به سمباله وي.

دا له هغه وروسته ده چې د لاهور های کورټ د نومبر پر ۱۶مه نواز شریف ته اجازه ورکړه چې د علاج لپاره بهر ملک ته ولاړ شي.

یاد عدالت نوازشریف ته د علاج په خاطر بې له شرطه د څلورو اونيو لپاره له ملک څخه د بهر تلو اجازه ورکړه.

عدالت امر کړی دی چې د نواز شریف نوم دې د هغو کسانو له لسټ څخه و اېستل شي چې له ملک څخه د بهر تلو بندیز پرې لګېدلی دی.

بلخوا د وزيراعظم د اطلاعاتو سلاکارۍ فردوس عاشق اعوان د نومبر د ۱۶مې پر ماښام، اسلام اباد کې خبري غونډي ته وويل چې حکومت د عدالتونو د پريکړو احترام کوي او د های کورټ تفصيلي فيصلي وروسته به کابينه پريکړه کوي چې دا فيصله په سپريم کورټ کې چيلنج کړي او که نه؟

تر دې وړاندې د تحریک انصاف په مشرۍ د پاکستان وفاقي حکومت نوازشریف ته د بهر تللو لپاره د ۷ اربه روپو د ضمانت شرط ایښې وو چې د مسلم لیګ (ن) مشرانو مسترد کړی وو او د هغې پرېکړې پر ضد يي لاهور عدالت ته خواست کړی وو.

په داسې حال کې چې د جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د حکومت پر ضد د اسلام اباد احتجاجي ناسته هم پای ته رسولې نو د لاهور های کورټ د پرېکړې به د پاکستان په سیاسي وضعه څه اغیز وي؟

په دغه اړه په اسلام اباد کې مېشت خبریال نوید صدیقي وايي چې په حکومت فشار کم شوی دی خو دا وخت په پاکستان کې تر ټولو مهمه موضوع د پوځ د مشر د واک د مودې د غځولو ده.

نواز شریف له تېرې څه مودې راهېسې ناجوړه دی او په وینه کې یې یو ډول خلیې کمېږي او ډاکټران یې وايي، هغه باید د درملنې لپاره له ملکه بهر واستول شي. ​

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG