د لاسرسي ځای

تازه خبر

قادر بلوڅ او نواب زهري مسلم ليګ نواز پرېښود


نواب ثنا الله زهري د مسلم ليګ نواز له خوا د بلوچستان وزيراعلی وو.
نواب ثنا الله زهري د مسلم ليګ نواز له خوا د بلوچستان وزيراعلی وو.

د مسلم ليګ نواز د بلوچستان مشر جنرال رېټايرډ قادر بلوڅ او هم د دې صوبې پخوانی وزيراعلی نواب ثنا الله زهری له ګونده مستعفي شوي دي.

دواړو مشرانو د نومبر پر اوومه نېټه په کوټه کې د خبرې غونډې پر مهال د استعفا اعلان وکړ او ویې ويل چې د نواز شريف ويناګانې يې د ګوند د پرېښوولو علت دی.

نوازشريف له تېرې څه مودې راهيسې په خپلو ويناګانو کې د پاکستان پوځ پر مشرانو تنقيدونه او تورونه پورې کوي.

نوموړی تور پورې کوي چې د پوځ مشران د هغه له واکه څخه په ليرې کولو کې لاس لري او د ده په ادعا د ۲۰۱۸ز کال انتخاباتو کې يې په درغلي کولو سره عمران خان په واک کې راوستی دی.

خو نوازشريف په دې اړه کوم ثبوت وړاندې کړی نه دی.

پوځ په انتخاباتو کې د لاس وهلو تورونه رد کړي او د پاکستان انتخاباتو کمېشن هم ويلي چې په ټاکنو کې هېڅ درغلي نه ده شوې.

نواب ثنا الله زهري په خبرې غونډه کې ګله وکړه چې هغه مسلم ليګ نواز د صوبې لوی ګوند جوړ کړ خو د ده په خبر نوازشريف ورسره وفا ونکړه.

د مسلم لیګ نواز د بلوچستان صوبې جنرل سېکرټر جمال شاه کاکړ بيا ويلي چې د څو کسانو له تګ سره پارټۍ کمزورې کېدای شي خو ختمېدای نشي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG