د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ نن شپه پیلېږي: افغان حکومت


جاوېد فیصل وايي افغان ځواکونه به د وسله والو ضد عملیات نه کوي
جاوېد فیصل وايي افغان ځواکونه به د وسله والو ضد عملیات نه کوي

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، چې له طالبانو سره د تاوتریخوالي کموالی به عملاً نن (د فبرورۍ پر ۲۱مه) شپه ۱۲بجې پیل شي.

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو احضارات پرځای دي، خو د یوې اوونۍ په اوږدو کې به د طالبانو خلاف عملیات نه کوي.

د دې شورا ویاند جاوید فیصل د فبرورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، چې له طالبانو سره د تاتریخوالي کموالی نن شپه ۱۲ بجې پېلېږي.

هغه زیاته کړه: "افغان حکومت له سولې څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په هدف بپشړ چمتوالی نیولی، د یوې اوونۍ لپاره چې وسله والو طالبانو د تاوتریخوالی د کموالي په نوم نومولې، موږ له خپله ادرسه بشپړ تیاری لرو او په دې هیله چې دغه یوه اوونۍ د دې باعث شي، چې د تل پاتې اوربند خاوندان شو او افغانستان کې تل پاتې سوله راشي دا نېټه د شپې له ۱۲ بجو پیلېږي."

جاوېد فیصل نور معلومات ورنکړل.

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

فیصل زیاته کړه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د پخوا په شان د خلکو د امنیت د تاسیساتو او لویو لارو ساتنې خپلې دندې مخ ته وړي، له طالبانو پرته به نورو ترهګرو ډولو باندې حملې همداسې روانې ساتي.

په افغانستان کې دېره امریکايي ځواکونو له څرګندونو ډډه وکړه. په پاکستان کې د طالبانو یوې سرچینې اې اېف پي ته تاید کړې چې یوه برخه ډزبندي به له شنبې ورځې پیل شي.

په کندهار کې هم د طالبانو یوې سرچینې اې اېف ته ویلي، ''امر ورته شوی چې له شنبې به ډزبندي کوئ.''

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر لاسلیکېدونکې احمتالي هوکړې مخکې په افغان جګړه کې ښکېلو خواوو هوکړه کړې وه، چې د یوې اوونۍ لپاره به تاتریخوالی راکموي.

دوې ورځې مخکې د سولې پر موضوع د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي مشال راډیو ته ویلي ول، د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ کې به د طالبانو بریدونه ۸۰ سلنه راکم شي.

چارواکو زیاته کړې، طالبان اوس‌ مهال په ورځني ډول نېږدې ۷۵ بریدونه کوي، خو دا شمېر به ۱۵ ته راټیټ شي.

دغه راز به طالبان پر هېڅ ښار برید نه‌ کوي، د امریکايي ځواکونو پر نظامي مرکزونو به هېڅ ډول ډزې نه‌ کېږي.

همداراز د افغان ځواکونو یوازې لوی نظامي مرکزونه لکه قول اردوګانې او کنډکونه به تر برید لاندې نه‌ راځي او پر لویو لارو به هم د طالبانو لخوا هېڅ ډول نظامي عملیات نه‌ کېږي.

د چارواکو په وینا، د تاوتریخوالي د کمېدو له نېټې سره سم به افغان او امریکايي ځواکونه هم پر طالبانو هېڅ ډول تهاجمي عملیات نه‌ کوي، خو که چېرې طالبان پر افغان ځواکونو کوم برید کوي، افغان ځواکونه به دفاع کوي او امریکايي لوری به د افغان ځواکونو ملاتړ ته وردانګي.

د تاوتریخوالي د کمېدو نېټې پر مهال به د افغان او امریکايي ځواکونو ترمنځ ګډه نظامي شبکه جوړېږي چې په ورځني ډول د دې بهیر څارنه وکړي او ټول معلومات‌ یې په دوحه کې له طالب لوري سره شریک کړي.

په ورته وخت کې که څه هم په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د تاوتریخوالي د نېټې په اړه څه نه وايي، خو نوموړي مشال راډیو ته وویل، چې د هوکړې تر لاسلیکولو مخکې پرامنه فضا رامنځته کېږي.

هغه زیاته کړه: "د هوکړې له مخې د توافقنامې له لاسلیک وروسته بین الافغاني مذاکرات پیلېږي د باور جوړونې لپاره زندانیان هم ازادېږي، طالبان هوډ لري، د توافقنامې د لاسلیک څو ورځې مخکې مصئونه فضا رامنځته کړي."

خو افغان حکومت د طالب زندانیانو د پرېښودو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د طالبانو یوې سرچینې له دې وړاندې مشال راډیو ته ویلي ول، چې د تاوتریخوالي د کمېدو د نېټې پر مهال به افغان ځواکونه شپني عملیات، هوايي بریدونه او نور پای ته رسوي، تر خوا به یې طالبان هم لوی بریدونه نه‌ کوي.

که څه هم له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه ‌لیک لاسلیک شوی نه ‌دی، خو ویل کېږي چې د دې هوکړې په متن کې د تاوتریخوالي د کمېدو سربېره، پر اوربند هم تمرکز شوی دی.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د امریکايي چارواکو نظر هم را واخلو خو تراوسه نه یو توانېدلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG