د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې نهه مشکوک وسله وال نیول شوي


د ننګرهار سرپرست والي وايي په ګرفتارو کې څلور د داعش ډلې غړي دي
د ننګرهار سرپرست والي وايي په ګرفتارو کې څلور د داعش ډلې غړي دي

د افغانستان د ننګرهار سرپرست والي وايي، ملي امنیتي سرتېرو په جلال اباد ښار او خوږیاڼیو ولسوالۍ کې نهه تنه مشکوک وسله وال نیولي.

تمیم عارف مومند د جولای پر ۲۲مه نېټه نیولي کسان د ملي امنیت ریاست په انګړ کې رسنوالو ته وښودل.

پر دې مهال د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند دعوه وکړه چې په ګرفتارو کسانو کې یې "څلور تنه د داعش ښاري شبکې غړي دي."

ده وویل، پاتې کسان وسله وال طالبان دي.

طالبانو د ګرفتاریو په اړه لا څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د ننګرهار ځینو اوسېدونکو اندېښنې ښوولي دې چې د ولایت په هغو سیمو کې چې پخوا پکې داعش وسله وال فعال ول، اوس پکې طالبانو فعالیت پیل کړی دی.

خو مومند وايي چې د خلکو اندېښنو ته په کتو یې په هغو سیمو کې عملیات پیل کړي.

ده ومنله چې په نازیانو، شېرزادو او خوږیاڼیو کې وسله والو فعالیتونه پیل کړي.

په ۲۰۱۵ز کال کې د ننګرهار د شینوارو په یو شمېر ولسوالیو کې اسلامي دولت (داعش) ډلې فعالیت پیل کړ چې پر ضد یې افغان ملي امنیتي ځواکونو څو ځلې عملیات وکړل.

په ۲۰۱۹ز کال کې چارواکو وویل، سیمه یې د داعش له وسله والو پاکه کړې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG