د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل رحمان وايي واکمنانو قبایل له پامه غورځولي


مولانا وايي، حکومت چې د قبایلو سره کومې ژمنې کړې وې هغه یې نه دي پوره کړې 
مولانا وايي، حکومت چې د قبایلو سره کومې ژمنې کړې وې هغه یې نه دي پوره کړې 

اسلام اباد ـ د عمران خان په مشرۍ کې د تحریک انصاف پر ضد د ځینو اپوزیشن ګوندونو احتجاج د نومبر پر ۱۱مه هم روان دی.

د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل رحمان د نومبر پر ۱۰مه په اسلام اباد کې هغې احتجاجي ناستې ته د وینا پر مهال وویل، حکومت چې له قبایلو سره کومې ژمنې کړې وې هغه یې نه دي پوره کړې.

هغه وویل، حکومت قبایلو ته تر انضمام مخکې "شنه باغونه وښودل" او ورته یې وویل چې ورته به "هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ ورکوي" خو تر اوسه یې ورته "هېڅ هم نه دي ورکړي."

د اپوزیشن ګوندونه په اسلام اباد کې احتجاج کوي
د اپوزیشن ګوندونه په اسلام اباد کې احتجاج کوي

مولانا پر قبایلو د ټیکسونو د لګولو هم مخالفت وکړ او ویې ویل، حکومت مخکې ویلي وو چې تر لسو کلونو پورې به په قبایلي سیمو کې له کارخانو نه ټیکس نه اخېستل کېږي، بیا یې وویل، پینځه کاله به هغوی له ټیکسونو معاف وي، خو لا یو کال هم نه دی تېر شوی چې حکومت هلته ټیکسونه ولګول. مولانا فضل رحمان زیاته کړه چې د حکومت دا ګام د قبایلو سره زیاتی دی.

د مولانا فضل رحمان په مشرۍ کې د اپوزيشن ګوندونو احتجاجي ناسته د اکتوبر له ۳۱مې د اسلام اباد په اېچ ناين سېکټر او په کشمير های وې روانه ده.

اپوزيشن د نورو غوښتنو ترڅنګ د وزيراعظم عمران خان د استعفا غوښتنه کوي. خو د حکمران ګوند غړي بيا وايي وزيراعظم به د اپوزيشن په غوښتنه کله هم استعفا ورنکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم په احتجاج کې برخه اخلي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم په احتجاج کې برخه اخلي

بلخوا حکومت د دفاع وزير پرويز خټک په مشرۍ يوه کمېټي جوړه کړې او يادې کمېټۍ د نومبر پر ۴مه او ۵مه د اپوزيشن د رهبر کمېټۍ سره په اسلام اباد کې دوه وارې مذاکرات وکړل خو څه نتيجې ته ونه رسيدل او له هغې وروسته د دواړو کميټو ترمينځ کوم بل ملاقات نه دی شوی.

د وزيراعظم داطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان تيره اوونۍ په اسلام اباد کې رسنيو ته ويلي وو، اييني او جمهوري غوښتنې هغه څوک کوي چې پخپله يې د ايين او جمهوريت سره تړاو پاتې شوی وي.

"مولانا صاحب خو دله اولې ورځې راهيسې داسې څه غوښتنه نه وه چې حکومت ورسره پرې خبرې اترې کړې وای. زموږ مذاکراتي کمېټي چې ورسره څومره ځل لیدلي نو هر ځل يې يوه نوې غوښتنه کړې خو موږ هيله مند يو چې حکومتي مذاکراتي کمېټي او د اپوزيشن رهبر کمېټۍ به زر د دې هر څه قانوني لاره راوباسي."

جميعت علمای اسلام (ف) د اکتوبر پر ۲۷مه د څلورو غوښتنو سره د کراچۍ نه د ازادۍ مارچ پیل کړی وو چې پکې د وزيراعظم استعفا، د پوځ له مداخلې پرته له سره انتخابات، په ايين کې د اسلامي دفعاتو تحفظ یقيني کول او د احتساب قامي ادارې (نېب) لخوا د نیول شویو سیاسي قیدیانو خوشې کول شامل دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG