د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د رسوایۍ ویډیوګانو خپرېدو تر شا څه دي؟


پاکستان کې د رسوایۍ ویډیوګانو خپرېدو تر شا څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په وروستیو کې په پاکستان کې پر ټولنیزو شبکو د لږ تر لږه دوو سیاستوالانو خلاف ویډيوګانې خپرې شوې چې پکې پر هغوی د غیراخلاقي کارونو تور پورې شو. سیاستوالانو هغه ویډیوګانې جعلي وبللې او پروړاندې یې د قانوني اقدام ژمنه وکړه. دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې د مهمو شخصیتونو په اړه د رسوایۍ مواد خپرېږي. تر دې مخکې هم د هغه هېواد سیاستوالان، قاضیان، چارواکي او نور شخصیتونه د بدنامۍ له کیمپېنونو سره مخامخ شوي دي. شنونکي وايي، د دې ډول کارونو موخه سیاست بدنامول او پر چارواکو فشار راوړل وي. د دوی په خبره، په پاکستان کې د بدنامۍ مخنیوي او سزاګانو قانون شته چې خلک یې کارولای شي. په دې اړه غږیز رپورټ واورئ.

XS
SM
MD
LG