د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت: خلک دې لوی اختر کې احتیاطي لارښوونې عملي کړي


په کابل کې خلک په بازار کې د لوی اختر لپاره سودا اخلي
په کابل کې خلک په بازار کې د لوی اختر لپاره سودا اخلي

د افغانستان روغتیایي چارواکي خبرداری ورکړی چې که خلک د لوی اختر په ورځو کې له کورونا وایرسه د ځان ژغورنې لارښوونو ته پام و نه کړي نو د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر لوړېدای شي.

د افغانستان روغتیا وزارت وایي، د کوچني اختر تېروتنې باید تکرار نه ‌شي.

وزارت وايي، هغه وخت خلکو محدودیتونو او احتیاطي لارښوونو ته پام ونکړ.

په افغانستان کې د جولای پر ۳۱مه اختر دی او له تېرو څو ورځو راهیسې په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د اختر په ورځو کې باید خلک تګ راتګ کم کړي او د ګڼې ګوڼې ځایونو ته ورنشي.

د دې وزارت ویاند اکمل سمسور د جولای پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې د کورونا وایرس له کبله لا هم "وضعیت بحراني" دی او غوره ده چې خلک اختر په کورونو کې پاتې شي او په ځانګړي ډول مشرانو ته پاملرنه زیاته کړي.

د سمسور په وینا، "کله چې د کور له مشرانو سره یا له هغو کسانو سره د اختر په ورځو کې مخامخېږو" چې د "شکر" یا د "وینې لوړ فشار" په څېر دایمي ناروغۍ لري نو "ډېره هڅه باید وکړو چې هغوی ته نېږدې نه ‌شو چې دا وژونکی وایرس هغوی ته انتقال نه‌ کړو."

دی وايي، خلک باید د کوچني اختر په څېر دا ځل بې احتیاطۍ ونکړي ځکه چې تر هغه اختر "دوه اوونۍ وروسته" چې د کورونا وایرس معاینې کېدې نو تر "له ۶۰ تر ۷۰ فیصده" پورې نتیجې یې "مثبتې" وې او هره ورځ به له ۷۰۰ تر ۸۰۰ پورې مثبتې پېښې ثبتېدې او ان یوه ورځ خو تر ۱،۰۰۰ پورې هم ورسېدې.

سمسور زیاتوي چې په اوسنیو معاینو کې ۲۵ سلنه نتیجې مثبتې وي.

د افغانستان عامه روغتیا وزارت په وینا، اوسمهال په هېواد کې د کورونا وایرس پېښو شمېر په کمېدو دی.

د حج او اوقافو وزارت سپارښتنه

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال امین ‌الدین مظفري هم له خلکو غواړي چې د اختر په ورځو کې روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دی وایي، سږ کال حج او لوی اختر یو مخ ځانګړي شرایط لري چې ساری یې نه‌ لیدل کېږي او خلک باید د اختر مبارکۍ په وخت نه یوه بل ته لاس وراوږد کړي او نه غېږ پرانیزي.

مظفري زیاتوي چې لومړی خو خلک باید هڅه وکړي چې غونډې جوړې نه کړي، خو که "تجمعاتو ته ځو لکه د اختر لمانځه ته، هلته باید ټول وقایوي تدابیر پلي کړو لکه د فاصلې رعایت، له ماسکه استفاده او یوه بل ته لاس نه ‌ورکول او روغبړ باید په ژبه وي نه په لاس او په غېږه."

ظفري زیاته کړه چې د قربانۍ په وخت هم باید خلک روغتیايي لارښوونو ته پام وکړي او قصابان هم ماسک وتړي او دستکشې (دستانې) په لاس کړي.

د عامې روغتیا وزارت له شمېر سره سم، د جولای تر ۳۰مې په افغانستان کې د کورونا وایرس ۳۶،۴۷۱ پېښې ثبت شوې دي چې ورڅخه کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۱،۲۷۱ کسان مړه کړي خو ۲۵،۳۹۸ جوړ شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG