د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا باید له افغانستانه د سرتېرو تر اېستلو وروسته هم هغه هېواد ته ژمنه پاتې شي.
دا خبره شاه محمود قریشي بېګا په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې یوې غونډې ته په وینا کې کړې.
ټاکل شوې چې نوموړی د جنورۍ پر ۱۷مه له خپل امریکايي سیال مایک پامپېو سره وویني.
قریشي خبرداری ورکړ چې واشنګټن باید افغانستان هغسې له پامه ونه غورځوي لکه په ۱۹۸۹ز کال کې یې چې د پخواني شوروي اتحاد پوځیانو تر وتلو وروسته غورځولی وو.
ده وویل،"د ۱۹۸۰ز لسیزې کارونه مه تکراروئ."
د قریشي په خبره، که له طالبانو سره "موافقه بریالۍ هم شي، چیلېنجونه به موجود وي."
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې همدا لامل دی چې امریکا باید په افغانستان کې د جګړې لپاره نه بلکې د هغه هېواد د بیاودانۍ لپاره حضور ولري.
قریشي دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ له افغانستانه د خپلو شاوخوا ۱۳،۰۰۰ سرتېرو د ایستلو هیله ښوولې.
د فېسبوک تبصرې