د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غازي سیال د ژوند وروستۍ مرکه


د ارشیف انځور

د نومبر ۲۵مه نېټه او د دوشنبې یا ګل ورځ وه. په دې ورځ ماته راډیو وخت راکوي چې د مشال راډیويي مجله جوړه کړم.

مجله هره سه شنبه خپرېږي. زه ټوله اوونۍ ادبي او کلتوري نړۍ څارم او د خپلې مجلې لپاره پکې مطالب ټولوم.

پر فیس بک مې د غازي سیال او د سید صابر شاه صابر د بیمارۍ اورېدلي ول. پر دغه ورځ مې له دواړو ښاغلو سره خبرې وکړې.

صابر شاه صابر له حکومته، یارانو او ادیبانو ګیله من و چې نږدې یوه میاشت سخته بیماري یې تېره کړه خو چا یې هډو تپوس و نه کړو.

صابر شاه صابر اوس ښه دی، ګرځي راګرځي او د پخوا په شان په ادبي غونډو کې برخه اخلي نو زه یې په اړه دلته زیات څه نه لیکم. خبره د غازي سیال کوم چې د ژوند وروستۍ مرکه یې د مشال راډیو لپاره له ما سره وکړه.

سیال د پېښور په یو روغتون کې تر اوږدې بیمارۍ تېرولو وروسته په بنو کې په خپل کور کې وو، او داسې مطمین ښکارېدو لکه یو قوي او ماهر پایلټ چې جهاز له اوږده مزل وروسته خپل منزل ته په خیر خیریت سره رسولی وي.

ما ورته وویل:

- سیال صیب اورېدلي مو دي چې ناجوړه یئ، الله پاک مو زر ښه کړه، که زموږ اورېدونکو او خپلو مینه والو ته یې په اړه لږ معلومات ورکړئ؟

هغه راته وویل:

-زه د خپلو مینه والو ډېره ډېره شکریه اداکوم، ما سره یې دومره مینه وکړه چې حیران یم ورته. دوی ډېر راغلل او ماسره یې ډېره مینه وکړه. هغوی خپل همت راسره وکړو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


تر دې ګړۍ زه پوه نه وم چې سیال صیب رښتیا هم له خپلو مینه والو خوشاله دی چې د هغه تپوس یې کړی کنه، طنز کوي. اوس هم نه یم خبر چې اصلي کیسه څه ده؟

حکومت یوه ګلدسته راستولې، کله یې سر ته کېدم، کله پښو ته او بویومه یې
د غازي سیال وروستۍ خبرې


ما یې په اړه اورېدلي وو چې ګردې یې کمزورې دي، اسما یا سا لنډی لري او د زړه مسله یې ده، خو دی داسې مطمین راته غږېږي، یواځې غږ یې یو څه کمزوری دی. ما غوښتل پوره باوري شم نو پوښتنه مې ترې وکړه چې علاج یې تر کومه حده شوی او اوس ځان څنګه احساسوي؟

هغه راته وویل:

«علاج خو مې په لیډي ریډنګ هسپتال کې وکړو. تر اوسه خو یې ټسټونه کول، اوس هغه وشول، ډاکټران ډېر خوشاله دي، وايي چې هېڅ هم نشته، صرف کمزوري ده او هغه به لاړه شي.»

زه نور هم مطمین شوم چې ځه! غازي بابا چې له روغتونه کور ته لاړ نو له کټه به هم پورته شي او د بنو د ورشوګانو سیلونه به وکړي او بیا به هم ښایسته نغمې ولیکي.

بیا مې ورنه و پوښتل، په هسپتال کې یې چا پوښتنه کړې کنه؟ هغه وویل، ادب پالو یې پوښتنه کړې، د هغه ډاډګیرنه یې وکړه او د هغه د فن ستاینه یې وکړه. بیا یې وړاندې وویل:

«نور خو چې څه دي، هغه تاسو ته پته ده، حکومت خو یوه ګلدسته راستولې وه، هغه ګلدسته کله زه سر ته کېدم، کله یې پښو ته او بیا یې بوی کړمه.»

اوف، څومره درد و، د هغه په دې خبره کې. څومره مایوسي وه دغه وخت د دې سپین ږیري شاعر په اواز کې. د اباسین یوسفزي هغه شعر را په زړه شو چې:

اخر دې ته به څوک څنګه مینه وايي؟

چې ګلاب درته څوک درکړي پاڼې پاڼې

د خپلو مینه والو ډېره ډېره شکریه اداکوم، ما سره یې دومره مینه وکړه چې حیران یم ورته
د غازي سیال وروستۍ خبرې


ما له ځانه سره وویل، د خیبر پښتونخوا پخواني لومړي وزیر پروېز خټک په یوه غونډه کې ویلي وو:

«څوک چې زموږ په ملک کې ډېر پښتو مښتو کوي نو زما ورته په مغزو کې ډز کېږي»

نو په داسې خاوره او داسې حکومت کې خو پښتون فنکار باید همداسې ناجوړه شي او همداسې مړ شي.

ما ورنه وپوښتل:

-نو خپه یې چې پوښتنه دې نه ده شوې؟ قدر دې نه دی شوی؟

ویل یې:

-نن سبا خو دا داود جوړ شوی چې فنکار یا شاعر لاړ شي، هسپتال کې څملي او وايي ناجوړه یم، کومک راسره وکړئ. زه خو د پیسو لپاره نه وم تلی. زه خو په پټه خوله تللی وم، دا خو نپوهېږم خلک څنګه خبر شول؟ ګینې ما څوک نه دي خبر کړي.

بیا یې دا هم وویل چې له خپلو دوو لمسیانو زیات خوشاله دی، چې د هغه یې ښه درملنه وکړه.

د خبریال نو کار څه وي؟ خو له خبرې نه خبره جوړوي، بله پوښتنه مې ترې دا وکړه چې له کله نه ناجوړه دی، لیک لوست کولی شي کنه؟

هغه راته په داسې حال کې چې یوه ناجاڼه نرۍ خندا یې کوله، په ځواب کې وویل:

«لیک لوست نه شم کولی، له هغه نه وتلی یم.»

ما ورته دعا وکړه چې خدای پاک دې یې زر ښه کړي چې د پخوا په شان ښایسته نغمې بیا ولیکي. د تبلیغیانو په شان مې ترې وپوښتل که لخیره ښه شوئ نو اراده خو لرئ کنه چې نورې سندرې ولیکئ؟

هغه وویل:

«او، بلکل یې لیکم به. لیکم به انشاالله. که صحت خدای بیا راکړ.»

د عمر تپوس مې چې ترې وکړو نو ځواب یې دا و چې اوس ۸۶ کلن دی. ما وی که دې تن په ۱۶ کلنۍ کې هم ادبي هلې ځلې پیل کړې وي نو بویه چې ۷۰ کاله خو یې د خپلې ژبې او خلکو خدمت وکړو او هغه هم بې له کوم لالچه او بې له کومې طمعې.

غازي بابا چې راته وویل ۸۶ کلن دی نو خپله شوخي مې کنټرول نه کړای شوه او ورته مې وویل:

-خدای پاک دې وکړي چې ۱۰۰مه کلیزه دې هم ولمانځو او په هغه ورځ هم یو شعر ولیکې.

هغه په خندا راغبرګه کړه:

-اباسین یوسفزی د دسمبر په څلورمه زما په ویاړ یو پروګرام کوي. یو شعر دی چې «څوک پښتو وخوړل سیاله څوک لګیا دی چې پښتو خوري» په دې باندې هغه لګیا دی، غټ پروګرام کوي.

ما ورته وی، تا د خپلې ژبې دومره خدمت کړی، ستاسو پر ژوند خو ډېر څه لیکل پکار دي او ډېر پرګرامونه کول پکار دي. هغه وویل، پر چا یې احسان نه دی کړی، خپلې ژبې ته یې په خپله خوښه کار کړی او اوس چې ناجوړه هم دی نو ګڼي چې بیماري یې د خدای له طرفه ده او هماغه به ورسره په دې سخته کې ملګری وي.

دا سړی څومره مستغني او څومره خود داره وو، له مرګه دوه ورځې وړاندې هم داسې ډاډه غږېده. همداسې خلکو ته رحمان بابا ویلي:

چې دې تمه کله بل د دره پرېښوه

باچاهي دې مبارک شه که ګدا یې

د مرکي په پای کې مې ورته په دعایه انداز وویل:

-سیال صیب! زه خوشاله شوم چې ماسره مو خبرې وکړې. الله دې وکړي چې له کټه پورته شئ، جومات ته لاړ شئ، دېرې ته ووځئ، خپلو ادبي هلو ځلو ته ادامه وکړئ او د خپلو دوستانو سره کښېنئ، پاڅئ.

د هغه وروستي ټکي وو:

«مننه، خدای دې عزت مند کړه، بې عزته مه شې، ډېر ښه»

او بیا یواځې دوه ورځې وروسته د نومبر پر ۲۷مه د چارشنبې پر ورځ غازي سیال وفات شو. د سندرو یو کتاب وتړل شو او یو خوږ انسان له موږ سره خدای پاماني وکړه. او ما ته یې یو لمن یادونه تر شا پرېښودل.

صابر شاه صابر پخپله ناجوړه دی نو نپوهېږم چې د غازي سیال جنازې ته به تللی وي کنه؟ هغه د ډېرو نوموړو پښتنو لیکوالو، شاعرانو، فنکارانو او سیاست والو په وروستیو مراسمو کې برخه اخېستې او د جنازې کتاب یې هم لیکلی دی چې د هغه په وینا اوس یې دوهم ایډیشن هم راروان دی.

نو غازي سیال صیب! په مخه دې ښه، هغه نړۍ دې ښایسته شه.

که موږ نه یو پروا نه لري نور خلک به راشي

همداسې یو سهار به وي، همداسې به ژوندون وي

د مشال راډیويي مجلې وروستۍ ګڼه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG