د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوزڼ ضد کمپاین دې اعلی وزیران پرمخ یوسي: عمران


عمران خان لومړیو وزیرانو ته ويلي چې د راتلونکی کمپاين مشري دې پخپله وکړي.
عمران خان لومړیو وزیرانو ته ويلي چې د راتلونکی کمپاين مشري دې پخپله وکړي.

پراګ ـ د خيبر پښتونخوا د واکسينونو د پروګرام ادارې مشر ويلي، د پوليو وايرس ضد کمپاين کې به د پاکستان څلورو واړو صوبو د اعلا وزیرانو رول ګټور ثابت شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د ډېسېمبر پر اتمه نېټه د روغتيا په برخه کې د هغه هېواد د وزيراعظم د سلاکار ډاکټر ظفر مرزا له خولې ليکلي چې عمران خان ټولو اعلا وزیرانو ته ويلي چې د راتلونکې کمپاين مشري دې پخپله وکړي.

یو ماشوم ته د پولیو ضدڅاڅکي ورکول کېږي
یو ماشوم ته د پولیو ضدڅاڅکي ورکول کېږي

د خيبرپښتونخوا د واکسينونو د پروګرام مشر ډاکټر محمد سليم د ډېسېمبر پر اتمه نېټه مشال راډيو ته وويل، د پوليو وايرس ضد پنځه ورځنی کمپاين به د ډېسېمبر له ۱۶مې پيلېږي چې پکې به په ټول پاکستان کې څه کم څلور کروړه ماشومانو ته واکسين ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه، د څلور واړو صوبو اعلا وزیرانو په مشرتابه کې د کمپاين څارنه او جاج اخيستنه به د ګوزڼ وايرس خورېدو په مخنيوي کې موثره رول ولوبوي.

پاکستان کې سږ کال ۹۴ ماشومان ګوزڼ وهلي
پاکستان کې سږ کال ۹۴ ماشومان ګوزڼ وهلي

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې سږکال د پوليو ناروغانو شمېر زيات شوی دی. د ډاکټر سليم په وينا تر اوسه ۹۴ ماشومان ګوزڼ وهلي چې پکې ۶۸ یې په خيبرپښتونخوا کې دي.

له هغه وروسته چې د اپرېل په مياشت کې د پېښور په ماشوخيلو کې د پوليو واکسين پرضد پروپېګنډه شوې د چارواکيو په وينا د ناروغانو شمېر زيات شوی دی.

خو حکومت د خلکو په ذهنونو کې د واکسين په اړه د شکونو ختمولو لپاره ګڼ اړخيزه تګلاره جوړه کړې.

ډاکټر سليم د نومبر په میاشت کې ډان ورځپاڼې ته ويلي وو چې د اپريل په مياشت کې اته لاکه کسانو خپلو ماشومانو ته له واکسين ورکولو څخه انکار کړی وو خو د هغه په خبره د اګست مياشتې په کمپاين کې دا شمېر دوه لاکه انکاريانو ته راکم شوی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG