د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله عبدالله: د بین الافغاني خبرو پیل لپاره نور هېڅ پلمه نه ده پاتې


عبدالله د دوستم د مارشالۍ رتبې غونډې ته وینا کوي
عبدالله د دوستم د مارشالۍ رتبې غونډې ته وینا کوي

د افغانستان د روغې جوړې د ملي شورا رییس وايي، د بندیانو د تبادلې بهیر د بشپړېدو په حال کې دی او نور د بین‌ الافغاني خبرو د پیل لپاره هېڅ پلمه نه ‌ده پاتې.

عبدالله عبدالله وايي، په افغانستان کې په وروستیو کې د جګړو او د تاوتریخوالي کچ لوړ شوی دی.

نوموړي دا څرګندونې د جولای پر ۱۵مه، د شمالي جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې په مراسمو کې وکړې.

عبدالله وايي، د سولې د خبرو پیل " زمینه برابره شوې" او باوري دی چې له طالبانو سره د "بندیانو د تبادلې پړاو به هم بشپړ شي،" نو ځکه "باید نور د بین‌ الافغاني خبرو د پیل لپاره هېڅ بهانه پاتې نه‌ شي."

عبدالله "د اوربند او سولې د خبرو په دوام" کې "با عزته سولې" د رسېدو هیله وښوده.

د فبرورۍ پر ۲۹مه، په دوحه کې طالبانو او امریکا د سولې هوکړه وکړه
د فبرورۍ پر ۲۹مه، په دوحه کې طالبانو او امریکا د سولې هوکړه وکړه

د ۲۰۲۰ز د فبرورۍ پر ۲۹مه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

له هوکړې سره سم، باید په ۱۰ ورځو کې بین ‌الافغاني خبرې پیل، حکومت ۵،۰۰۰ طالب بندیان او طالبانو هم ۱،۰۰۰ تنه حکومتي بندیان خوشې کړي ول.

خو دا بهیر تر اوسه نه ‌دی بشپړ شوی.

افغان حکومت تر اوسه نېږدې ۴،۲۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او وايي د طالبانو له‌ خوا په ورسپارل شوي لېست کې نېږدې ۶۰۰ بندیان جرمي قضیې لري او نه ‌یې خوشې کوي.

طالبان هم وايي چې تر اوسه یې سلګونه بندیان خوشې کړې دي.

طالبانو د عبدالله د تازه څرګندونو په غبرګون لا څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې دا دریځ جوت کړی چې هغه مهال چې د بندیانو د تبادلې بهیر بشپړ شي نو له افغان حکومت سره به مخامخ خبرې پیل کړي.

د دوستم د مارشالۍ رتبه

په جوزجان کې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ د رتبې د ورکړې په مراسمو کې، پر عبدالله برسېره بو شمېر نورو حکومتي چارواکو او سیاستوالانو او همداراز د ازبکستان، هندوستان او ترکیې استازو هم ګډون وکړ.

د افغان ولسمشر د دفتر رییس شاکر کارګر، دوستم ته د مارشالۍ رتبې حکم داسې ولوست: "هېواد ته د کړیو خدمتونو، د سیاسي کړکېچ د هواري او د هېواد د ثبات د ټینګښت لپاره، د هېواد سیاسي شخصیت عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه عطا کوم."

(ښی-کیڼ) عبدالله عبدالله، عبدالرشید دوستم، شاکر کارګر
(ښی-کیڼ) عبدالله عبدالله، عبدالرشید دوستم، شاکر کارګر

دوستم د عبدالله عبدالله مننه وکړه چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په سیاسي هوکړه کې یې نوموړي ته د مارشالۍ د رتبې ماده ورکړې او له افغان ولسمشر ‌یې هم مننه وکړه چې نوموړي ته ‌یې دا رتبه ورکړه.

د ۲۰۱۹ز کال تر ولسمشریزو انتخاباتو وروسته په افغانستان کې سیاسي کړکېچ پیدا شو او غني او عبدالله دواړو د ۲۰۲۰ز کال په اپرېل کې د ولسمشرۍ لوړې وکړې.

تر دې وروسته دواړه سیاسي هوکړې ته ورسېدل چې پکې دوستم ته د مارشالۍ د رتبې ورکول هم شامل ول.

خو د افغانستان یو شمېر سیاستوالان او مدني فعالان نوموړي ته د دې رتبې د ورکولو مخالف ول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG