د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندوز او سرپل کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده


افغان ځواکونه په کندوز کې د عملیاتو پر مهال - انځور له ارشیفه
افغان ځواکونه په کندوز کې د عملیاتو پر مهال - انځور له ارشیفه

د نیمروز ولایت مرکز زرنج او د جوزجان مرکز شبرغان تر نیولو وروسته، طالبانو د اګست اوومې له شپې راهیسې په سرپل او کندوز ښارونو درنه جګړه پیل کړې.

د افغانستان حکومت مني چې طالبان دې دوو ښارونو ته دننه شوي، خو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ دي.

د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري د اګست پر اتمه مشال راډیو ته په استولي پیغام کې لیکلي "طالبانو له تېرې شپې راهیسې پر سرپل او کندوز بریدونه پیل کړل او اوس په دې ښارونو درنه جګړه روانه ده."

د افغان پوځ ویاند اجمل عمر شینواری - انځور له ارشیفه
د افغان پوځ ویاند اجمل عمر شینواری - انځور له ارشیفه

طالبان د دې دوو ښارونو د نیولو ادعا کوي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌ الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي "سرپل او کندوز یې نیولي او په دې دوو ښارونو کې یې د وسله‌والو پرمختګ روان دی."

دا هغه دعوه ده چې په خپلواکه توګه یې تصدیق نه شي کېدای او د ملي دفاع وزارت هم په یوه بیان کې ویلي، "په کندوز کې کمانډو ځواکونو د شهید عبدالرازق څلورلارې او د ملي راډیو ټېلېوېژن ودانۍ له طالبانو بېرته نیولې او د ښار په نورو څنډو کې یې عملیات روان دي."

هلته په ټولنیزو رسنیو کې هم یوه وېډیو خپره شوې او پکې ښکاري چې د کندوز ښار دننه په یو شمېر هټیو کې اور لګېدلی دی.

په وېډیوګانو کې د خلکو له قوله ویل شوي چې دا اور د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې په پایله کې لګېدلی.

مشال راډیو پر ټولنیزو رسنیو د خپرو شویو ویډیوګانو د کره والي تصدیق نه شي کولای.

تر اوسه د کندوز او سرپل په ښارونو کې د روانې جګړې په اړه د مرګ‌ ژوبلې دقیق ارقام نه‌ شته، خو د دفاع وزارت وايي، په شبرغان او زرنج کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰۰ وسله‌ وال وژل شوي دي.

کندوز کې د افغان ځواکونو عملیات - انځور له ارشیفه
کندوز کې د افغان ځواکونو عملیات - انځور له ارشیفه

د کندوز او سرپل ترڅنګ، وسله والو طالبانو د اګست اوومې شپې مهال پر تخاز، کاپیسا، پنجشېر او بدخشان هم بریدونه کړي، خو حکومتي چارواکي وايي، دا وسله وال یې په شا تمبولي او طالبانو ته‌ یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

خو طالبان په بریدونو کې د خپل پرمختګ خبره کوي.

په عین حال کې په کابل کې د امریکا سفارت د اګست پر اتمه په یوه بیان کې د افغانستان پر ښارونو د طالبانو د بریدونو غندنه کړې.

په بیان کې راغلي، د نیمروز پر زرنج، د جوزجان پر شبرغان او د هېلمند پر لښکرګاه د طالبانو بریدونه چې په زور ځانونه حاکمول غواړي، د منلو نه‌ دي او دا کار له هغې ادعا سره ټکر کې دی چې طالبان وايي، د خبرو له لارې شخړه هوارول غواړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG