د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي فراه کې یې پر یو کس د "قصاص" حکم عملي کړی دی


دا انځور د ۱۹۹۸ز کال دی چې پکې طالبان په کابل کې په یوه لوبغالي کې یو کس ته د غلا په تور تر سزا ورکولو وروسته ولاړ دي.
دا انځور د ۱۹۹۸ز کال دی چې پکې طالبان په کابل کې په یوه لوبغالي کې یو کس ته د غلا په تور تر سزا ورکولو وروسته ولاړ دي.

په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د خپلې بیا واکمنۍ په نېږدې ۱۶ میاشتو کې د لومړي ځل لپاره په فراه ولایت کې پر یوه کس د "قصاص حکم" عملي کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د ډېسېمبر پر اوومه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي، قصاص شوی کس د هرات د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکی وو. په اعلامیه کې راغلي، محکوم شوي کس پینځه کاله وړاندې د فراه په پشت کوه ولسوالۍ کې یو کس په چاقو وژلی او موټرسایکل او موبایل ټېلېفون یې ترې وړي ول.

لومړی هغه کس میدان ته راوستل شو او بیا د طالبانو ځواکونو ډزې پرې وکړې.

په اعلامیه کې راغلي، د طالبانو یوشمېر لوړپوړي چارواکي لکه د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د حکومت قاضي القضات عبدالحکیم حقاني هم د ډ‌ېسېمبر پر اوومه په فراه کې د "قصاص حکم" عملي کېدو پر وخت حاضر ول.

د فراه یوه اوسېدونکي چې د هغه ولایت په لوبغالي کې د قصاص د عمل شاهد وو د موضوع د حساسیت له وجې له نوم ښوولو ډډه وکړه او مشال راډیو ته یې د سترګو لیدلی حال بيان کړ.

دی وايي، د ډېسېمبر پر اوومه تر "غرمې وروسته" د طالبانو د حکومت سرتېرو "له کابل او نورو ولایتونو د راغلو طالب چارواکو په حضور کې یو کس د قتل په جرم قصاص کړ. لومړی هغه کس میدان ته راوستل شو او بیا د طالبانو ځواکونو ډزې پرې وکړې. طالبانو وویل چې د امنیت په خاطر او دغه راز د اسلامي شریعت حکم جاري کولو لپاره یې دا قصاص وکړ."

د طالبانو د حکومت په بیان کې راغلي، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د "قصاص حکم تایید" کړی دی. تېره میاشت د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده خپلو قاضیانو ته امر وکړ چې د "خاصو جرایمو" په صورت کې "حدود او قصاص" عملي کړي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) د اسیا د څانګې مرستیالې پیټرېشیا ګاسمن د ډېسېمبر پر اتمه د طالبانو د اقدام په غبرګون کې مشال راډیو ته وویل، که طالبان "له بربریت او ظلمه د ډکو" اقداماتو ته بیا مخه کوي، په نړیواله کچه به "وغندل" شي.

طالبانو په ۱۹۹۰ز لسیزه کې هم د خپلې واکمنۍ پر مهال په عام محضر کې د اعدام او سنګسار په څېر سختې سزاګانې ورکولې.

XS
SM
MD
LG