د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې لوظنامې ته د وروستۍ بڼې ورکولو هڅه کوو: سهيل شاهين


په قطر کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين
په قطر کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو مشرانو د قطر په پلازمینه دوحه کې په دویمه ورځ په ناسته کې د افغانستان سولې په اړه خبری کړي دي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین د جنورۍ پر۱۷مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "دواړو مذاکراتي ډلو د جنورۍ پر۱۶مه او ۱۷مه ګټه ورې خبرې کړي دي."

نوموړی زیاته کړې چې دواړه لوري د یوې لوظنامې په لاسلیک کولو خبرې کوي خو په دغه اړه يې نور مالومات نه دې شریک کړي.

د امریکايي چارواکو لخوا لا په دې اړه څه نه دې ویل شوي خو رویټرز ته دوو امریکايي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې طالبان به له امریکا سره د ۱۰ ورځو اوربند له افغان ځواکونو سره د تشدد پېښو راکمولو او له امریکا سره د لوظنامې وروسته له افغان حکومت سره د مذاکراتو په اړه یوه لوظنامه لاسلیک کوي.

د افغانستان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د جنورۍ پر۱۶مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اوربند د وږدمحاله او باعزته سولې یوازینې لاره ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG