د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ خپرونې مېلمه مو سندرغاړی علي بابا خان دی. ده خپلو سندرو ته صوفيانه رنګ ورکړی او وايي، دا هڅه يې خلکو خوښه کړې ده. علي بابا خان د پېښور يو ځوان او تعليم يافته سندرغاړی دی. دی وايي، په ۲۰۱۵ز کال کې يې د غني خان يو شعر ووايه او ولس د يوه سندرغاړي په توګه ومانه. نوموړی پر پښتنو سندرغاړو غږ کوي چې د خپلو سندرو د خپراوي لپاره له انټرنېټه استفاده وکړي او پیسې وګټي. د علي بابا خان دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
خلک مې د سندرو صوفيانه رنګ خوښوي: علي بابا خان
برخې
-
جنوري ۱۴, ۲۰۲۱
په پېښور کې د هنرمندانو ترمنځ د فوټسال سیالۍ
-
دسمبر ۲۸, ۲۰۲۰
ګلزار عالم وايي د بچیو تعلیم او راتلونکې ته پرېشانه دی
-
دسمبر ۱۴, ۲۰۲۰
د وزيرستان ولسي اهنګونه په اردو ژبه خلکو ته رسوم: شان خان
-
دسمبر ۰۶, ۲۰۲۰
موسيقاران بايد هنر د روزګار يوازېنۍ وسيله نه کړي: طاهر فېروز