د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اریوب ځاځیو او څمکنیو کې ۱۱ وسلوال وژل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

خوست ـ د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، د نومبر د ۱۰مې په شپه د ځاځيو او څمکنیو په ولسوالیو کې په دوو جلا جلا پېښو کې ۱۱ وسلوال وژل شوي دي.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم د نومبر پر ۱۱مه، مشال راډیو ته وویل، چې وسلوالو ته یاده مرګ ژوبله په ځاځيو کې د افغان ځواکونو په هوايي برید او په څمکنیو کې وسلوالو پورې د خپل ماین په چاودنه کې اوښتې ده.

د هغه په وینا، په وژلو شویو کې د احمدخېلو لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال هم شامل دی.

نوموړي زیاته کړه:

"بیګاه شپه په دوو ولسوالیو کې ۱۱ تنه وسلوال وژل شوي دي، چې ۷ تنه د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند د روکیانو په سیمه کې وژل شوي، چې په وژل شویو کې د طالبانو لخوا د احمدخیلو ولسوال هم موجود وو، همدارنګه د څمکنیو د اندړو په سیمه کې وسلوالو غوښتل، چې ماینونه ځای پر ځای کړي چې خپل ماین ورپورې انفجار کړی او ۴ تنه وژل شوي دي."

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG