د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د یو ورځني کرکټ سیالۍ پیل شوې دي


د میوند ساتونکو لوبډلې د مې پر اتمه په لومړۍ سیالۍ کې پامیر لوبډلې ته په ۱۰ منډو ماتې ورکړه.
د میوند ساتونکو لوبډلې د مې پر اتمه په لومړۍ سیالۍ کې پامیر لوبډلې ته په ۱۰ منډو ماتې ورکړه.

په خوست کې د "زرغون افغانستان" په نوم د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ پيل شوي چې د مې تر ۲۰مې پورې به روانې وي.

په اتلولۍ کې درې لوبډلې پامیر د ګلبدین نایب په مشرۍ، میوند ساتونکي د حشمت الله شهیدي او هندوکش د افسر ځاځی په مشرۍ برخه اخلي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د مې پر اتمه د سیالیو د پیلېدو پر وخت مشال راډيو ته وویل، د دې لوبو یوه موخه راتلونکو نړیوالو ۵۰ اووریزو لوبو ته د لوبغاړو چمتو کول دي. دی وايي، له دې پرته هم دا سیالۍ نورو لوبغاړو ته موقع برابروي چې له ملي لوبغاړو څخه زده کړه وکړي او دا چې خوستوال به هم له لوبو خوند واخلي.

د پامیر لوبډلې لوبغاړي تر بیټېنګ مخکې د تمرین پر مهال - د مې اتمې انځور.
د پامیر لوبډلې لوبغاړي تر بیټېنګ مخکې د تمرین پر مهال - د مې اتمې انځور.

هوتک زیاتوي چې دا سیالۍ د کرکټ د نړیوالې شورا له قوانینو سره سم، د اې یا الف کیټېګورۍ لوبې دي.

دا سیالۍ د یوشمېر ملي رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي چې پکې د کرکټ د ځینو ځوانو لوبغاړو ترڅنګ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي شهزاد محمدي، رحمت شاه زرمتی، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، افتاب عالم، سمیع الله شینواری او حشمت الله شهیدي برخه لري.

د مې پر اتمه په خوست کې پر ګرمۍ سربېره ګڼ خلک د پامیر او میوند ساتونکو سیالۍ ته ورغلي ول.

د خوست په لوبغالي کې ګڼ مینه وال د پامیر او میوند ساتونکو لوبډلو ترمینځ د کرکټ سیالي ګوري - د مې اتمې انځور.
د خوست په لوبغالي کې ګڼ مینه وال د پامیر او میوند ساتونکو لوبډلو ترمینځ د کرکټ سیالي ګوري - د مې اتمې انځور.

هغه لوبه میوند ساتونکو له پامیر لوبډلې څخه په ۱۰ منډو وګټله. میوند ساتونکو په ۵۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو پامیر ته د ۲۵۵ منډو هدف ورکړی وو چې هغوی پوره نه کړای شو.

ټاکل شوې چې د مې پر ۱۰مه د میوند ساتونکو او هندوکش لوبډلې په دویمه سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي.

له ښي خوا: د پامیر لوبډلې مشر ګلبدین نایب، د هندوکش لوبډلمشر افسر ځاځی او د میوند ساتونکو مشر حشمت الله شهیدي تر سیالۍ مخکې له جام سره ولاړ دي - د مې اتمې انځور.
له ښي خوا: د پامیر لوبډلې مشر ګلبدین نایب، د هندوکش لوبډلمشر افسر ځاځی او د میوند ساتونکو مشر حشمت الله شهیدي تر سیالۍ مخکې له جام سره ولاړ دي - د مې اتمې انځور.

په تېرو څه د پاسه ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې کرکټ ګڼ مینه وال پیدا کړي دي او د هېواد یوشمېر رسنیو یې د نړیوالو اتلولیو او جامونو سیالۍ په ژوندۍ بڼه هم خپروي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او تر ۱۹ کلونو د کم عمر لرونکو لوبغاړو لوبډلې هم په تېرو کلونو کې په نړیوالو سیالیو ډېرې لوبې ګټلې دي.

XS
SM
MD
LG