د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې نجونې د ښوونځيو پرانیستې ته خوشاله دي


خوست کې یوه ښوونکې زده کوونکیو ته زده کړې ورکوي
خوست کې یوه ښوونکې زده کوونکیو ته زده کړې ورکوي

د یو شمیر نورو ولایتونو وروسته په خوست کې هم د لوړو ټولګیو زده کوونکو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شوه.

د نومبر پر ۱۵مه د خوست زده کوونکو نجونو مشال راډیو ته وويل چې د ښوونځيو د تړل کیدو په موده کې خپلې راتلونکې ته انديښمنې وي او فکر يې کاوه چې ممکن د یو ښه راتلونکې لپاره د دوی هیلې سرته ونه رسیږي.

د بي بي خدیجه لیسې د دولسم ټولګي یوې زده کوونکې رڼا وویل "موږ غواړو چې ښوونځي مو نمایشي نه وي او بیا ونه تړل شي، راتلونکي کال کې هم په خپل وخت د ښوونځیو پرانیسته غواړو، د ښځو د تعلیم حق په اسلام کې نارینه او ښځو دواړو ته ورکړل شوی دی، نو موږ هم غواړو چې د هلکانو په شان زده کړې وکړو او خپل هدف ته ورسیږو، موږ چې کله کورونو کې وو، موږ د خپلو لوستونو پیلیدو ته ډېر په اندېښنه کې وو، خو اوس ډېر خوشاله یو چې موږ ته يې یو ځل بیا ښوونځي پرانیستل شوي."

خوست کې د نچونو ښوونځی
خوست کې د نچونو ښوونځی

وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې د قدرت واګې په لاس کې واخیستې، په ټولو ولایتونو کې يې له اووم تر ټولګي پورې د نجونو ښوونځي وتړل، چې بیا کرار، کرار يې په څو ولایتونو کې نجونو ته د زده کړو د پیلیدو اجازه ورکړه.

طالبانو که څه هم په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د تیرې شنبې ورځې راهیسې يې په خوست کې هم د نجونو ښوونځیو ته د پرانیستې اجازه ورکړې ده.

یوه خوستۍ زده کوونکې
یوه خوستۍ زده کوونکې

په خوست کې د دولسم ټولګی یوه بله زده کوونکې هیلۍ وايي، طالبانو په دې ولایت کې هم د نجونو زده کوونکو ښوونځي تړلي ول، خو اوس يې پرانیستل، چې دوی ورته خوښې دي.

هیلۍ غوښتنه کوي چې دوی لپاره د ښوونځیو پرانیسته دوامداره وي، ځکه نجونې هم د هلکانو په شان د زده کړو د حاصلولو حق لري.

يوه بله زده کونکې هوا وايي، یوازې د ښوونځي لوستل يې هدف نه دی، بلکې غواړي پوهنتونونو ته ولاړې شي او د خپلې خوښې برابرو پوهنځیو کې لوړې زده کړې وکړي.

خوست کې یوه زده کوونکې
خوست کې یوه زده کوونکې

بل لوري ته طالب چارواکي وايي، د ښوونې روزنې په اړه يې پالیسي څرګنده ده او هغه دا چې هلکانو او نجونو دواړو ته د زده کړو ښه زمینه برابره شي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شبیراحمد عثماني وویل "د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم په باره کې روښانه پالیسي لري، انشاالله نجونو او هلکانو دواړو ته به د تعلیم زمینه برابریږي، موږ په دې اړه دومره اطمینان درکولای شو، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې اړه ښه خبرونه واورو، داسې خبرونه به واورو، چې هغه به د ټولو لخوا استقبال شي."

طالبانو له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې نجونو ته به د زده کړو خوندې چاپیریال رامنځته کوي، خو پر افغانستان د طالبانو د بشپړې واکمنۍ درې مياشتې پورا شوې خو په دې اړه لاهم کوم اقدام نه دی شوی، ان تر دې چې د دولت ښځینه کارکونکو ته هم تر دې دمه د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG