د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست کلتوري بنډار: 'قربان دې شم تڼیو ته ګورګورو ته راځه'


په څړبن کلتوري ماښام کې د خوست ترڅنګ د نورو سیمو فرهنګیانو هم ګډون وکړ - د نومبر درېیمې انځور.
په څړبن کلتوري ماښام کې د خوست ترڅنګ د نورو سیمو فرهنګیانو هم ګډون وکړ - د نومبر درېیمې انځور.

د خوست په اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د "څړبن کلتوري ماښام" ادبي بنډار او مشاعرې ته ګڼ خلک ورغلي ول.

د نومبر درېیمې کلتوري محفل د ښاروالۍ او فرهنګي ځوانانو په نوښت جوړ شوی وو چې پکې د خوست او یوشمېر نورو ولایتونو شاعرانو شعرونه وویل.

د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ ښاروال انارګل همدرد مشال راډیو ته وویل، "له دې راټولیدنې مو هدف دا وو، چې ځوانانو ترمینځ یووالی او پېژندګلوي پیدا شي. ځوانان نن سبا مایوسه شوي دي، بهر ته تښتي، دوی ته مو دا پيغام ورکړ چې خپل وطن ګل وطن، دا ګل وطن بل چا ته مه پرېږدئ. دا زموږ او ستاسو دی او په ګډه به يې ابادوو."

د څړبن ادبي بنډار یوه څنډه: انځور د نومبر درېیمه
د څړبن ادبي بنډار یوه څنډه: انځور د نومبر درېیمه

لیکوال الحاج عبدالکریم پتنګ دا ډول ادبي ناستې او بنډارونه د ځوانانو د فکري ودې او د هغوی ترمینځ د دوستۍ او همکارۍ پیاوړتیا لپاره ګټورې بولي او له مشال راډیو سره یې په خبرو کې د دې ډول غونډو د دوام غوښتنه وکړه.

تر لنډو ویناوو وروسته د کلتوري ماښام دویمه برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې پکې په مشاعره کې د خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کابل او د افغانستان له نورو برخو څخه ورغلیو شاعرانو خپل کلامونه وړاندې کړل.

د مشاعرې د ځینو شاعرانو شعرونه:

محمداور خاورین

زه شاعر نه یم خو شاعر زړګی مې
د خپل قلم په سپیېڅلتیا مین دی

خو لا ایمان او مینه ژوند ته وايي
دروغ يې نه زده په ریښتیا مین دی

فریدون ریان:

ژوند د بره تللو تسلسل دی، نه د ښکته تګ
ژوند که ښکته تګ شي، داسې تګ خو اوبه هم کوي

خوږوې به ژوند په خپله په نړۍ کې
د مېوې په خوند کې نه وي د غوري لاس

د نومبر درېیمې محفل ته یوشمېر کسانو ویناګانې وکړې او مشاعره وشوه.
د نومبر درېیمې محفل ته یوشمېر کسانو ویناګانې وکړې او مشاعره وشوه.
نهضت الله نورزی:

بې له تا به پکې هېڅ خوشاله نه یم
که خدای سل چته بنګله راکړي د زرو

چا مو ځمکه په بل وپلورله یاره
چا مزې وکړې زموږه په نښترو

قسمت خان وصال

اشد ضرور دی او بیخي اړتیا ده
نن دې لیدل یاره جدي اړتیا ده!!

نن خو يې بیا له حده ډېر یادېږم
لکه چې بیا د یو سړي اړتیا ده

په ځانوژنه به ځان نه خلاصوو
باید چې وشي زندګي، اړتیا ده

د څړبن ادبي ماښام مشاعرې ته یوشمېر شاعرانو په ترنم کې هم کلامونه وړاندې کړل. نواب صدیقي په خپل ترنم کې مخاطبین د تڼیو د غرونو ګورګورو ته دعوت کړل.

په غره کې هوا یخه ده چکرو ته راځه
قربان دې شم تڼیو ته، ګورګورو ته راځه

د شاتو نه خوږې دي، د ورېښمو نه پستې
قدم په بسم الله واخله، چکرو ته راځه

قربان دې شم تڼیو ته، ګورګورو ته راځه

XS
SM
MD
LG