د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې له پوهنتونونو فارغ شوي خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي


د شیخ زاید پوهنتون او د لوړو زده کړو موسسو فارغان وايي، حیران دي چې د کار نه شتوالي له وجې به کورنۍ څنګه ساتي - د ډېسېمبر څلورمې انځور.
د شیخ زاید پوهنتون او د لوړو زده کړو موسسو فارغان وايي، حیران دي چې د کار نه شتوالي له وجې به کورنۍ څنګه ساتي - د ډېسېمبر څلورمې انځور.

د خوست له شیخ زاید پوهنتون او د لوړو زده کړو له موسسو فارغ شوي کسان وايي، په افغانستان کې د کاري موقعو نه شتوالي د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن کړي دي.

دوی د ډېسېمبر پر څلورمه له شیخ زاید پوهنتونه د فراغت غونډې پر مهال مشال راډيو ته وویل، خوشاله دي چې د زده کړو بهیر یې بشپړ کړ، خو د کار نه شتون له وجې نه شي کولای چې کورنۍ وساتي او داراز، د ټولنې خدمت وکړي.

اوسمهال د شیخ زاید پوهنتون په ۱۲ پوهنځیو کې تر ۷،۰۰۰ زیات زده کوونکي تعلیم ترلاسه کوي چې له دې جملې څخه یې ۱،۵۶۰ محصلان روان کال فارغېږي.

خوست کې د پوهنتون فارغان د مسلکي دندو غوښتنه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:35 0:00

د ادبیاتو له پوهنځي فارغ قسمت الله همت له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت له چارواکو، ناحکومتي ادارو او مرستندویه بنسټونو څخه د کاري موقعو زېږولو غوښتنه وکړه. "نن که یو اړخ ته په فارغېدو د خوښۍ احساس کوو، په عین زمان کې کورني مسوولیتونه، د لا نورو زده کړو مسوولیت او اقتصادي ستونزې دي چې ورته ځورېږو او یو ډول وهم او ډار راسره ملګری دی، په همدې اساس له مسوولینو او سوداګرو مو هیله دا ده چې زموږ د ملګرو لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد لپاره هلې ځلې دوامداره وساتي."

رحیم الدین عادل چې د شیخ زاید پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د اردو ژبې په څانګه کې خپلې زده کړې ترسره کړي وايي، کورنۍ یې ورباندې ۱۶ کاله زده کړې د دې لپاره وکړې چې د کورنۍ او هېواد د خدمت جوګه شي.

د پوهنتونونو فارغان وايي، نن سبا د نړۍ په کچه د عامو زده کړو په خوا کې تر ډېره پر تخصصي زده کړو تمرکز کېږي چې روزلي کسان په خپلو مسلکي برخو کې په ښه ډول دندې ترسره کړای شي.

د فراغت غونډې ته د زده کوونکو د کورنیو غړي او ملګري ورغلي ول - د ډېسېمبر څلورمې انځور.
د فراغت غونډې ته د زده کوونکو د کورنیو غړي او ملګري ورغلي ول - د ډېسېمبر څلورمې انځور.

له پوهنتونه نوی فارغ شوی محصل رحمایل حقمل وايي، چارواکو او ان نړیوالو ته بایده دي، چې دوی ته په خوست، نورو ولایتونو یا بهرنۍ نړۍ کې د ماسټری او تخصصي زده کړو زمینه برابره کړي.

بل لوري ته د پوهنتون چارواکي وايي، د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د محصلانو لپاره د نظري زده کړو په خوا کې د عملي زده کړو د شرایطو برابرولو په هڅه کې دي.

د شیخ زاید پوهنتون مرستیال ډاکټر مجاهد همتیار په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې محصلان دي "پر دې زده کړو بسنه" نه کوي او د "تحصیل نورې دورې هم تعقیب" کړي.

په خوست کې د طالبانو د حکومت چارواکو څو ورځې مخکې ویلي ول چې نویو فارغو شویو کسانو ته د کار موقعې پیدا کوي او د حکومتي ادارو پر تشو څوکیو به ورته په ګومارنو کې لومړیتوب ورکړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد اقتصاد خورا خراب شوی دی او لسګونه زره کسان بېرزوګاره شوي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، سږ کال به په ټول افغانستان کې ۱۰۰،۰۰۰ محصلان پوهنتونونو او د لوړو زده کړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته لاره ومومي.

د راتلونکې ښوونیز کال لپاره شیخ زاید پوهنتون ته څه باندې ۳،۰۰۰ نوي محصلان بریالي شوي چې د مسوولینو په وینا، د نوملیکنې بهیر یې روان دی.

XS
SM
MD
LG