د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست خلک د سولې تړون ته خوشاله دي


د خوست خلک وايي هیله لري د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته دریڅه پرانېستل شي.
د خوست خلک وايي هیله لري د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته دریڅه پرانېستل شي.

د خوست اوسیدونکي د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" ته خوشبیني څرګندوي او هیله لري، چې دا هوکړه به بین الافغاني خبرو اترو او دایمي سولې ته لاره پرانیزي.

خوستوال د نظام د اساسي بنسټونو پايښت هم د دې هېواد د پرمختګ او د خلکو د یووالي لپاره له اساسي شرطونو څخه ګڼي او زیاتوي، که طالبان د پخوا په شان د قدرت د انحصار او پر خلکو د امارت د تپلو فکر ولري، نو جګړه به دوام وکړي.

امریکا د فبرورۍ په ۲۹مه، په قطر کې د طالبانو سره د سولې موافقه وکړه.

د مارچ پر لومړۍ نېټه، د یووالي او بدلون کاروان مشر عبدالولي واحدزي مشال راډیو سره په خبرو کې یاد تړون په افغانستان کې د سولې لپاره لومړنی ګام وباله او تمه يې وښوده، چې دا تړون به تر شا نورې پټې خبرې ونلري اوپه صادقانه توګه به افغانانو ته سوله راولي:

"کومه توافقنامه چې پرون په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شوه، واقعیت دی چې دا د سولې په لور یو لومړنی ګام وو، چې په افغانستان کې د سولې لپاره یو بستر اماده کړي، خو زموږ هیله داده هغه انديښنې چې د ولس سره شته دي او یا ځینو سیاسیونو سره شته، ګویا د دې لیکل شوې هوکړې تر شا نور څه پټ داسې وي، چې د یوې بلې جګړې لپاره پیلامه شي، نو دا په هېڅ وجه د ولس لپاره د زغم وړ نه ده."

د سولې د هوکړې په خوا کې د خلکو، سیاسیونو او ښځو انديښنه دا ده چې د جمهوریت تر چتر لاندې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې له زیان او ګواښ سره مخامخې نه شي.

د خوست د ولایتي شورا رئیس کفیل ریحان وايي، کچیرې د افغانستان حکومت،امریکا او متحدین يې محتاطانه عمل ونکړي، نو د جمهوریت او پدې برخه کې شته لاسته راوړنې د له منځته تللو له ګواښ سره مخامخ کیدای شي.

په خوست کې د قومونو پیوستون شورا اجرایوي مشر سیدکریم خان خاکسار بیا په افغانستان کې د نظام د اساسي بنسټونو پايښت د دې هېواد د پرمختګ او د خلکو د یووالي لپاره له اساسي شروطو څخه ګڼي.

هغه زیاتوي، طالبان باید پدې پوه شي، چې د هغوی لخوا د پخوا په شان د قدرت د انحصار لپاره هڅې او امارت غوښتل د یوې بلې داخلي جګړې لامل کیږي.

د ناظم بادشاه په نوم د خوست یو بل اوسیدونکی هم وايي، د سولې په وجود کې باید یو داسې پراخ بنسټه حکومت جوړ شي، چې ټول افغانان په کې وي.

هغه وايي، طالبان هم باید ټاکنو ته تیاری وښيي، کچیرې ولس څخه يې رایه واخیسته، موږ به ورته خوشبینه وو.

XS
SM
MD
LG