د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه وکړه


زلمی خلیلزاد وايي هیله من دی چې تاوتریخوالی کم شي
زلمی خلیلزاد وايي هیله من دی چې تاوتریخوالی کم شي

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو وار بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غږ کړی.

خلیلزاد دا غوښتنه د سېپېټمبر پر ۲۴مه د امریکا د سولې د انسټېټیوټ په بحث کې د انلاین ګډون پر وخت وکړه.

نوموړي وویل، په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د منلو وړ نه دي او د کمېدو په اړه یې باید ګامونه واخیستل شي:

"باوري یم، لازمه ده چې د دواړو خواوو له لوري تاوتریخوالی کم شي، زه له دواړو خواوو سره خبرې اترې کوم. هیله لرم چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې په فشار، د تاوتریخوالي کمېدل یوه له لومړنیو موضوعاتو وي چې په اړه یې پرمختګ وشي."

تر دې یوه ورځ مخکې، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم په کندهار کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی وو.

دوی دا غوښتنې پر داسې مهال کړې دي چې د سېپټېمبر پر ۱۲مه، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو تر پیلېدو وروسته د توقع خلاف تاوتریخوالی کم شوی نه دی.

د سېپټېمبر پر ۲۴مه، د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکو وویل چې امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې په وازه خوا ولسوالۍ کې لسګونه طالبان وژلي دي.

له بلې خوا د اوروزګان چارواکو هم د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ وویل چې طالبانو ۲۸ پولیسان په جګړه کې ورته تر تسلیمېدو وروسته وژلي دي.

خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي، دا پولیس په ګیزاب ولسوالي کې د جګړې پر مهال وژل شوي دي.

په عین وخت کې د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا ريیس عبدالله عبدالله د سېپټېمبر پر ۲۴مه په کابل کې د امریکا له شارژدافېر سره په کتنه کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او د اورکم غوښتنه یې وکړه.

په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ خبرې ۱۳ ورځې مخکې په قطر کې پیل شوې او اوسمهال د رسمي خبرو پیل لپاره د طرزالعمل پر ټاکلو غږېږي.

د افغانستان حکومت بیا بیا د اوربند غوښتنه کوي خو طالبان وايي چې په دې اړه به د جګړې د عواملو تر څرګندېدو وروسته خبرې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG