د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکمتیار: لنډمهاله حکومت دې جوړ او ټاکنې دې بیا وشي


ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار
ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار

په افغانستان کې ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار وايي، اړتیا ده چې یو لنډمهالی حکومت جوړ او انتخابات بیا ترسره شي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ډله وايي، د ولسمشرۍ انتخابات په لومړي پړاو کې ګټوونکی نه لري، خو دویم پړاو باید د یو لنډمهالي حکومت له‌خوا وشي.

ګلبدین حکمتیار د نومبر پر ۱۱مه په کابل کې خبریالانو ته وویل، بیا ځلي انتخابات باید د یوه داسې حکومت له‌ خوا وشي چې په انتخاباتو کې ګډون ونه لري.

ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار
ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار

ده وویل:

"اړتیا ده چې راتلوونکي انتخابات د یوه بې طرفه حکومت له خوا چې خپله کاندید نه وي او ټولو نوماندانو ته د منلو وي، وشي، موږ یوه لنډمهالي حکومت ته اړتیا لرو، له دې پرته رڼې ټاکنې امکان نه لري."

خو د لنډمهالي حکومت په اړه د ښاغلي حکمتیار څرګندونو ته په ځواب کې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د لنډمهالي حکومت طرحې ته افغانانو وړاندې د رد ځواب ورکړی.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیقي صدیقي مشال راډیو ته وویل، د افغانستان لپاره د لنډمهالي حکومت طرحه د زهرو نسخه ده چې په اساسي قانون کې ځای نه لري.

هغه زیاتوي:

"له انتخاباتو وړاندې د ښاغلي حکمتیار په ګډون ډېر شمېر کسان وو چې د انتخاباتو په کېدو یې باور نه درلود، داسې مهال چې خپله کاندیدان وو، د افغانستان خلکو خپله پرېکړه کړې، کېدای شي چې افغانانو حکمتیار ته هېڅ رایه نه وي ورکړې، له همدې کبله شاید حکمتیار دا ډول څرګندونې کوي. د لنډمهالي حکومت طرحه د اساسي قانون خلاف ده."

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیقي صدیقي
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیقي صدیقي

د و لسمشرۍ نوماند ښاغلي حکمتیار د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم تورن کړی چې د پروسې مدیریت یې په لاس کې نه دی.

بل لور ته بیا د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا هم د انتخاباتو د بحراني کېدو پرمهال د ملي یووالي حکومت له مشرانو د استعفا غوښتنه کړې.

یادې شورا د نومبر پر ۱۱مه ویلي، ټول هغه کسان باید له پېژندولو وروسته محاکمه شي چې په انتخاباتو کې یې درغلي کړې ده.

له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي، خپل کارونه د قانون پر بنسټ مخته وړي او له نوماندانو یې غوښتي چې د چارو د ښه والي په هدف له دوی سره مرسته وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG