په داسې حال کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو ریاستي وزیرې حنا رباني کهر په کابل کې د طالب چارواکیو سره لیدلي، تحریک طالبان پاکستان د حکومتي جرګې سره د شوي اوربند د ختمولو او په پاکستان دننه د وسله والو بریدونو غځولو اعلان کړی دی. په عین حال کې په شمالي وزیرستان کې دری ځاي وګړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي او په لکي مروت، بنو او ډیره اسماعیل خان کې د بدامنۍ پیښې دوام لري. دا هرڅه به د سیمې په امنیت څه اغیز ولري، او ایا یو ځل بیا په دغه سیمو کې د وسله والو ډلو پر ضد پوځي عملیات کېدې شي او که نا ؟ نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث کوو.
له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات ولې ناکامه شول؟
تر هغې وروسته چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د خارجه چارو د مملکت وزیره به د نومبر پر ۲۹مه کابل ته ځي، ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان خپلو جنګیالیو ته په پاکستان کې د بريدونو کولو امر کړی دی. دا چې له وسلوالو طالبانو سره د حکومتي جرګې د سولې مذاکرات ولې ناکامه شول، د کرښې پر غاړه خپرونه کې بحث ورباندې شوی دی.
برخې
-
جنوري ۲۴, ۲۰۲۳
تیرکال په سوات کې ۷۷ ښځې د ناموس په نامه وژل شوي دي
-
جنوري ۱۷, ۲۰۲۳
د لطیف اپرېدي مبارزه، وژنه او په پښتنه سیمه کې بې امني
-
جنوري ۱۰, ۲۰۲۳
صوابيوال وايي حکومت دې امن پر ځای کړي
-
جنوري ۰۳, ۲۰۲۳
ایا پښتونخوا کې د تازه پوځي عملیاتو تیارۍ روانې دي؟
-
دسمبر ۱۳, ۲۰۲۲
د چمن - سپین بولدک خلک د اختلافونو مخنیوی غواړي
-
دسمبر ۰۶, ۲۰۲۲
خيبر پښتونخوا کې ولې ناامني زياته شوې؟