د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جلال اباد الايي لېسه کې د ښځو نړېواله ورځ ولمانځل شوه


 د الايي لیسې زده کوونکو نجونو د لاسي صنایعو نندارتون
د الايي لیسې زده کوونکو نجونو د لاسي صنایعو نندارتون

جلال اباد ـ د مارچ اتمه، د ښځو نړیواله ورځ، په جلال اباد ښار کې د الايي لیسې زده کوونکو نجونو د خپلو لاسي صنایعو د نندارتون په جوړولو سره ولمانځله.

په دې نندارتون کې د لباسونو، مربا او اچارونو ترڅنګ ډول ډول روایتي خوراکونه نندارې ته وړاندې شوي وو.

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړ شوی نندارتون
د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړ شوی نندارتون

د ننګرهار د پوهنې رييس حسیب الله شينواري په دې موقع وویل، د زده کوونکو د لاسي صنایعو د نندارتون نه يې موخه دا ده چې خلکو د ښځینه زده کوونکو وړتیا وښيي:

" دغه نندارتون موږ ځکه د ښځو له نړیوالې ورځې سره وتاړه چې د شعاري نړیوالې ورځې څخه راتېر شوو عملاً موږ ټولنې ته وښييو چې ښځینه کومې وړتیاوې لري او څنګه کولای شي چې په ټولنه کې د نارينه وو سره اوږه په اوږه کار وکړي."

د الايي لیسې د دولسم ټولګي يوې زده کوونکې شریفې رباني خوښي څرګنده کړه چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت نجونو د لاسي صنایعو په برخه کې خپله وړتیا د نندارتون له لارې ښيي:

"د الایي لیسي نجونو د تشبث مضمون پروګرام د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د يوه نندارتون په جوړولو سره کړی دی. دوی بېلابېل خوراکي توکي اماده کړي، همدارنګه د ګوتو ګنډل، ښځینه لباسونه او د ماشومانو بسترې يې نندارې ته ایښي. د دوی هدف دا دی چې خپل هنر او وړتیا د دې ورځې په مناسبت خلکو ته ښکاره کړي."

د نندارتون یوه څنډه
د نندارتون یوه څنډه

د الايي لیسې د لسم ټولګي زده کوونکي چې روايتي خوراک منتو يې نندارې ته ايښې ,و، وايي چې د منتو په جوړولو کې له خپل پلار سره مرسته کوي او خپل کورنی اقتصاد پیاوړی کوي:

"په کور کې د ښوونځي له کاره وروسته منتو جوړوم، د ګل په شان مې زده کړی دی، د شپې لخوا منتو جوړوو، له پلار سره مې مرسته کوم، سهار مې پلار بازار ته د خرڅلاو لپاره وړي او له همدې لارې خپلې اقتصادي ستونزې حلوو."

د خاطرې خاکسار په نوم يوه انجلۍ وايي، که د زده کوونکو نجونو د لاسي صنایعو لپاره مارکېټ جوړ شي، ډېرې نجونې به په دې وتوانېږي، چې د خپل کورني اقتصاد په پیاوړتیا کې ونډه واخلي:

"دا خویندې چې تاسو په دې صحنه ګورئ، خپل لاسي صنایعې او خوراکي توکي يې نندارې ته ايښې دي. له حکومت نه مو دا غوښتنه ده چې دوی ته مارکېټ پیدا کړي چې خپل تولیدات په خپلو لاسونو وپلوري."

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ترڅنګ د افغانستان په نورو ښارونو کې هم ښځې خپله نړېواله ورځ لمانځي. افغان مېرمنې اوس مهال د تېرو څو لسیزو د جګړو نه پس نسبتا په خوندي ماحول کې فعالیت کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG