د لاسرسي ځای

تازه خبر

تېڅو ناکامورا د افغانستان دښتې سمسورولې


د ناکامورا وژنې افغانستان په ویر کړی
د ناکامورا وژنې افغانستان په ویر کړی

تېڅو ناکامورا له جاپانه د روغتیايي خدماتو په موخه افغانستان ته ورغلی وو او یو کلېنېک یې جوړ کړی وو خو چې ویې لیدل چې د ننګرهار په کلیوالو سیمو کې وچکالي د بېوزلۍ، روغتیايي ستونزو او مړینو یو لوی لامل دی نو د دښتو سمسورولو هڅې یې پیل کړې.

ده په اکتوبر کې د جاپان اېن اېچ کې ټېلېوېژن ته په یوه مرکه کې وویل، د کلېنېکونو او روغتونونو "په انتظار خونو کې د ماشومانو ژړاګانې اورېدل کېږي او تر هغو چې یې درملنه پیلېږي، مري."

ناکامورا وویل: "شاوخوا هره ورځ دا پېښېدل او ماشومان دومره خوارځواکي ول چې ان دستونو هم وژلای شول."

دې حالت ته په کتو ډاکتر ناکامورا فکر وکړ چې که خلک "د څښاک پاکې اوبه او کافي خواړه ولري نو ژوندي پاتې کېدای شي."

رویټرز اژانس لیکي، د ډېسېمبر پر څلورمه په برید کې د ناکامورا وژنې افغانستان او جاپان په ویر اخته کړي.

د نوموړي پر موټر د وسله والو په برید کې پېنځه نور کسان هم ووژل شول.

افغانان مې له پامه نشو غورځولای.
ډاکتر تېڅو ناکامورا

۷۳ کلن ناکامورا د جاپان په لویدیځ کې زېږېدلی وو، طب یې ولوست او پر ۱۹۸۴ز کال یې په پېښور کې د جذام یا خوراړې ناروغۍ د درملنې په یوه کلېنېک کې کار پیل کړ.

خوراړه په ځینو سیمو کې کوړ هم بلل کېږي او یوه جلدي ناروغي ده.

رویټرز اژانس کاږي، ده په پېښور کې د هغو افغان کډوالو درملنه کوله چې په ۱۹۷۹ز کال کې یې پر هېواد د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له وجې کډوال شوي ول.

ناکامورا پر ۱۹۹۱ز کال په افغانستان کې کلېنېک پرانیست.

د ده په وینا: "افغانان مې له پامه نشو غورځولای."

په ۱۹۹۶ز کال کې طالبان پر افغانستان واکمن شول او څه موده وروسته، پر ۲۰۰۰ز کال افغانستان سختې وچکاله وځپه.

د اژانس په خبره، د وچکالۍ له کبله د ناکامورا کلېنېک ته لسګونه لوږې ځپلي ناروغان ورتلل نو ځکه هغه د ستونزې هواري په موخه لومړی کوهیان ایستل پیل کړل او بیا یې د جاپان او افغانستان سیندونو یو بل ته ورته والي ته په کتو د نهر او ویالو جوړولو ته مخه کړه.

پر ۲۰۰۳ز کال یې کار پیل کړ. رویټرز اژانس وايي، پر هم هغه کال ډاکتر ناکامورا رمون میګسیسې جایزه وګټله چې د اسیا نوبېل انعام په نوم هم یادېږي.

ناکامورا له افغانانو سره یو ځای شپږ کاله کار وکړ. زیاتره چارې یې د ننګرهار په سخته ګرمۍ کې په لاسونو بشپړې کړې او بالاخره یې اوږده ویاله وایستله.

ناکامورا پر ۱۹۹۱ز په افغانستان کې کلېنېک پرانیست
ناکامورا پر ۱۹۹۱ز په افغانستان کې کلېنېک پرانیست

د رویټرز اژانس په لیکنه کې راغلي چې هغې ویالې د ننګرهار په کلیوالو سیمو کې ۱۶،۰۰۰ (شپاړس زره) هېکټاره بېدیا بیا ژوندۍ کړه.

د همدې خدماتو له لامله سږکال لومړی بهرنی وګړی شو چې حکومت ورته د افغانستان تابعیت ورکړ.

ناکامورا اېن اېچ کې ټېلېوېژن ته وویل، د ډاکتر په توګه "تر دې ښه نور هېڅ نه دي چې ناروغ جوړ کړې او کور ته یې واستوې" او شاړې ځمکې بیا ابادې کړې.

ده په مرکه کې ټېلېوېژن ته ورزیاته کړې وه چې "په روغتون کې د یو، یو ناروغ درملنه کېږي" خو ویالې یې ټول کلی بیا زرغون کړ چې "بیاژوندي کولو یې زښت خوشاله کړی وو."

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG