د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي په غزني کې د القاعده شبکې د مهم مشر وژل کېدو ثابته کړه چې د ترهګرۍ ګواښ او له ترهګرو شبکو سره د طالبانو اړیکي لا هم پر خپل ځای دي.
د ولسمشر دفتر د اکتوبر پر ۲۵مه د غني په حواله لیکلي:
"د افغان ځواکونو له لوري د القاعده تروریستي شبکې د دغه مهم غړي وژل کېدو دا ثابته کړه چې د ترهګرۍ ګواښ او له ترهګرو شبکو سره د طالبانو اړیکي لا هم پر خپل ځای دي."
افغان چارواکي وايي، د هند نیمه وچې لپاره د القاعده شبکې مرستیال ابومحسن المصری چې د امریکایانو د وژلو لپاره په پلان جوړونې تورن وو، وژل شوی دی.
د امریکا د تحقیقاتو فېډرالي ادارې (اېف بي ای) له معلوماتو سره سم، د المصري اصلي نوم حسام عبدالرووف وو او په مصر کې زېږېدلی وو.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست د اکتوبر پر ۲۴مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی ځانګړو ځواکونو په غزني ولایت کې د هند وچې لپاره د القاعده دویم کس ابو محسن المصری وژلی دی.
د یکشنبې پر ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غني د افغان امنیتي ځواکونو په لاس د القاعده شبکې د مهم مشر د وژل کېدو ستاینه کړې ده.
غني زیاتوي: "طالبان باید عملاً د افغانستان خلکو، دولت او نړیوالو ته دا ثابته کړي چې د القاعدې په ګډون له ټولو تروریستي شبکو او ګروپونو سره اړیکي پرې کوي، له جنګ او تاوتریخوالي لاس اخلي او د دایمي اوربند په منلو سره په هیواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د تامین زمینه برابروي."
د غزني سیمه ییز چارواکي د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ابومحسن المصري د وژل کېدو په اړه پوره معلومات نه لري خو یوازې تاییدوي د اندړ ولسوالۍ په درو سیمو کې پوځي عملیات شوي.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د اکتوبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل: "د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو کې افغان هوايي ځواکونو او خاصو قطعاتو عملیات درلودل د اندړ ولسوالۍ د کنثف او [رستم او منار کلي] کې، شپږ وسله وال مخالفین وژل شوي ول. دا خبره چې دا اوس د محسن المصري په نوم د القاعده شبکې مهم غړی [پکې وژل شوی]، په دې اړه موږ تر اوسه معلومات نه لرو."
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا مشال راډیو ته ویلي چې دوی په غزني کې د مصري وژنې په اړه پلټنې کوي او وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
د امریکا د تحقیقاتو فېډرالي ادارې (اېف بي ای) د حسام عبدالرووف یا ابومحسن المصري نوم د خطرناکو ترهګرو تور لېست ته ور اچولی وو او د نیولو، وژلو یا په اړه یې د معلوماتو په لړ کې مطلوب وو.
دی د امریکایي اتباعو د وژنې لپاره د دسیسو او د بهرنیو ترهګرو سازمانونو لپاره د سرچینو او امکاناتو د جوړولو په تور محکوم شوی وو.
د نیویارک یوې محکمې د ۲۰۱۸ کال په ډېسېمبر کې د حسام عبدالرووف د نیولو حکم هم ورکړی وو.
په غزني کې د القاعده شبکې دا مهم مشر داسې وخت وژل شوی چې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي د سېپټېمبر له میاشت راهیسې په دوحې کې د سولې خبرو لپاره د اجنډې پر طرزالعمل جوړولو غږېږي.
امریکا له طالبانو سره تر نېږدې دوو لسیزو جګړو وروسته د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په پای کې د سولې موافقه وکړه.
د فېسبوک تبصرې