د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد د تحریک طالبان پاکستان پر مشر نور ولي مسود د بندیزونو هرکلی وکړ


پاکستان وايي تحریک طالبان پاکستان ګڼ وسله وال بریدونه کړي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د تحریک طالبان پاکستان مشر نور ولي مسود نوم پر ترهګرو د بندیزونو په لېسټ کې د اچولو هرکلی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۱۷مه په بیان کې ویلي دي چې اسلام اباد به د ملګرو ملتونو امنیت شورا له اړونده پرېکړه لیکونو سره سم دا بندیزونه عملي کړي او "هیله لري چې نور هېوادونه هم ورته اقدام وکړي."

د بهرنیو چارو وزارت دا بیان تر هغې یوه ورځ وروسته خپور کړ چې د امنیت شورا د مسود نوم "پر اسلامي دولت (داعش) او القاعدې د بندیزونو کمېټۍ" نوملړ ته د اچولو اعلان وکړ.

د جولای پر ۱۶مه د امنیت شورا دې کمېټۍ له اقدام سره سم، د مسود شتمنۍ کنګلېږي او پر هغه به د سفر او وسلو کاروبار بندیز وي.

تحریک طالبان پاکستان وار له مخه په پاکستان کې د ترهګرې ډلې په توګه تر بندیزونو لاندې دی او د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ورباندې د هېواد دننه د "بې شماره ترهګرو بریدونو" پړه اچولې ده.

امریکا مفتي نور ولي مسود د ۲۰۱۹ز کال په سېپټېمبر کې د ترهګر په توګه نومولی او د بندیزونو لېسټ ته یې اچولی وو.

د جولای پر ۱۶مه د منځنۍ او جنوبي اسیا چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څانګې پر ټوېټر د امنیت شورا د اقدام هرکلی وکړ.

پر ټوېټر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څانګې بیان

مسود د ۲۰۱۸ز کال په جون کې د تحریک طالبان پاکستان د پخواني مشر ملا فضل الله تر وژنې وروسته د ډلې مشر وټاکل شو.

ملا فضل الله د ۲۰۱۸ز کال د جون پر ۱۳مه د افغانستان په کونړ ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG