د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان خبریالان وايي حکومت دې د خیر ښېګړې فنډ یو ارب روپیو ته لوړ کړي


د بلوچستان خبریالان وايي په سختو امنیتي حالاتو کې په کمه تنخا کار کوي - انځور له ارشیفه
د بلوچستان خبریالان وايي په سختو امنیتي حالاتو کې په کمه تنخا کار کوي - انځور له ارشیفه

د بلوچستان خبريالانو له صوبايي حکومته غوښتي چې د دوی د ښېګړې په فنډ یا صندوق کې دې ورته یو ارب روپۍ کښېږدي.

خبريالانو دا غوښتنه پر داسې مهال کړې چې د بلوچستان حکومت په فنډ کې د ۱۰ کروړه روپۍ ایښودو ژمنه کړې.

د پاکستان د خبريالانو مرکزي سازمان (پي ايف يو جې) مشر شهزاده ذوالفقار د جولای پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې جرنلسټس وېلفېیر فنډ (د خبریالانو د ښېګړې صندوق) یې پخوا جوړ کړی وو.

د ده په خبره، د اوسني حکومت د اقدام هرکلی کوي او هیله لري چې د صوبې حکومت به په راتلونکي کې نورې پیسې هم په دې فنډ کې واچوي. "لومړی یې بنیادي رقم درې کروړه وو، بیا ۲۰ کروړه د هغه وخت اعلا وزير نواب ثناالله زهري راکړې او اوس ۱۰ کروړه وزیر اعلا جام کمال راکړې دي چې ورسره ټول رقم ۳۳ کروړه ته رسېدلی دی. د دې فنډ مجموعي‌ رقم که یو ارب ته ورسېږي نو دا د خبریالانو د خیر ښېګړې لپاره یو ډېر ښه سکیم دی."

شهزاده ذوالفقار وویل چې له دې ۳۳ کروړه به د کال شاوخوا پینځه کروړه ګټي او دا به د ټاکل شوي طریقه کار له مخې پر مجبورو خبریالانو وېشي.

بلوچستان کې په تېرو دوو لسیزو کې یو شمېر خبریالان په بریدونو کې وژل شوي - انځور له ارشیفه
بلوچستان کې په تېرو دوو لسیزو کې یو شمېر خبریالان په بریدونو کې وژل شوي - انځور له ارشیفه

د بلوچستان حکومت د فنډ په اړه اشتهار ورکړی دی چې ورسره سم، د مړه خبریال کورنۍ ته به د ډېرۍ مجبورۍ په صورت کې دوه لکه روپۍ او د دایمي معذورۍ په صورت کې به خبریال ته یو نیم لکه روپۍ ورکوي او دا دواړه مرستې به یوازې یو ځل ورکول کېږي.

د دې ترڅنګ د کینسر (سرطان)، د پښتورګو ناروغۍ، د زړه ناروغۍ، برېن هیمرج (د مغزو رګ پرې کېدو) او فالج په صورت کې به خبریال ته درې لکه روپۍ ورکول کېږي او په یو پېښه کې شدید زخمي شوي خبریال ته به هغه وخت ۵۰،۰۰۰ روپۍ ورکول کېږي چې په روغتون کې داخل شي.

په سوداګریزه خبرتیا کې راغلي چې د نوکرۍ بایللو په صورت کې به خبریالانو ته تر درو میاشتو پورې هره میاشت ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکول کېږي.

خو د کمې تنخا لرونکي خبریالان وايي، حکومت چې د جرنلسټس وېلفېیر فنډ په نامه دې سکیم له مخې د مرستو لپاره څومره پیسې او د دې پیسو ترلاسه کولو کوم معیار ټاکلی دی هغه مناسب نه دی. د دوی په وینا، په ملک کې د اوسنۍ ګرانۍ په مقابل کې دا مرستې ډېرې کمې دي.

دا ډېره د افسوس خبره ده چې د بلوچستان حکومت له خوا په دې اشتهار کې د خبریال لپاره دومره لږې پېسې اعلا​ن کړې دي.
سید علي شاه

یو ځايي‌ خبریال محب الله مشال راډیو ته وویل چې د ده په څېر خبریالان په خپلو تنخاګانو ګوزاره نشي کولای. "که یو خبریال په یوه پېښه کې په مستقله توګه معذوره شي بیا خو یې خپله رسنۍ نشي ساتلای، زموږ مسلک داسې دی چې په تن به روغ، جوړ یې نو یوه اداره بیا کار درکوي."

يو بل خبریال سید علي شاه وايي، په بلوچستان کې خبریالان په خورا کمو تنخاګانو د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

ده وویل، د صوبې زیاتره خبریالان داسې دي چې په میاشتنۍ تنخا یې ان د کور د خوراک څښاک چاره نه کېږي. "په صوبه کې که د ولسي انتظامیې یا امنیتي‌ ادارو یو کس ووژل شي نو د هغه [کورنۍ ته] ۲۰ لکه روپۍ [ورکوي] خو د خبریال مرګ ته مناسبه توجه نه کېږي. د خبریال مرګ خو د ریښتیا مرګ دی، د جمهوریت مرګ دی او د اظهار د ازادۍ مرګ دی، نو زما په فکر خو خبریال که څه هم تنخا اخلي، په ټولنه کې د شعور خپرولو لپاره کار کوي، نو دا ډېره د افسوس خبره ده چې د بلوچستان حکومت له خوا په دې اشتهار کې د خبریال لپاره دومره لږې پېسې اعلا​ن کړې دي."

د بلوچستان حکومت هم مني چې په فنډ کې اعلان شوې مرستې کمې دي خو د دوی په وینا، پوره هڅه کوي چې د صوبې د خبریالانو هره ممکنه مرسته وکړي.

د صوبايي‌ حکومت ویاند لیاقت شاهواني د جولای پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل دا پیسې په بېړني حالت کې د خبریال له کورنۍ سره ډېره مرسته کولای شي. "پخوا د دې فنډ رقم او د دې له لارې مرستې ډېرې کمې وې، موږ ورزیاتې کړې. موږ منو چې دا پیسې کمې دي، خو په مشکل وخت کې ورسره دا پېسې مرسته کولای شي. بل بلوچستان حکومت چې هر وګړي ته د ۱۰ لکه روپیو صحي بیمه ورکوي په هغې کې خبریالان هم شامل دي."

د پاکستان د خبریالانو د ټولنې مشر شهزاده ذوالفقار زیاتوي چې په بلوچستان کې شاوخوا ۲،۵۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي دي چې په اوسط ډول، هره میاشت له ۲۵،۰۰۰ څخه تر ۳۵،۰۰۰ پورې تنخا لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG