د لاسرسي ځای

تازه خبر

باچا خان د پښتنو ټولنه عصري کوله


باچا خان د عدم تشدد د فلسفې لاروی وو
باچا خان د عدم تشدد د فلسفې لاروی وو

پراګ - عوامي نیشنل ګوند د جنورۍ له ۲۰مې راهیسې د خدايي خدمتګار غورځنګ بنسټ ايښودونکي، د عدم تشدد د فلسفې لاروي او پښتون ملتپاله سیاستوال عبدالغفار خان د تلین په مناسبت د "باچا خان اوونۍ" لمانځي.

باچا خان په ۲۰مه پېړۍ کې له برتانیې څخه د هند د نیمه وچې د ازادۍ د مبارزې له مخکښانو څخه یو وو.

نوموړي د پښتنو د ټولنې د اصلاح لپاره غورځنګ پیل کړ او د ښځو او سړيو پر یو ډول تعلیم یې ټینګار کاوه.

له دې علاوه باچا خان په هند کې د مهاتما ګاندي په مشرۍ د کانګرس د مبارزې او د عدم تشدد د فلسفې لاروی وو.

خو شنونکې کاملې شمسي په ۲۰۱۶ز کال کې په برتانیوۍ ګارډیین ورځپاڼه کې په یوه لیکنه کې ویلي چې د باچا خان د عدم تشدد فلسفې ریښې په "پښتونولۍ او اسلام" کې وې او همدا لامل وو چې په ۱۹۳۰ز لسیزه کې په پښتنو کې د خپل فکر او نظریې په دودولو بریالی شو.

باچا خان به ویل چې که په چا ښه لګي او که بده، زه خپله خبره کوم.
افراسیاب خټک

سیاستوال او شنونکی افراسیاب خټک وايي، باچا خان یو داسې شخصیت وو چې له پیر روښان او خوشال خان خټک سره مقایسه کېدای شي.

دی وايي، پیر روښان په ۱۶مه زیږیزه پېړۍ کې د اکبر باچا په زمانه کې د مغلو ضد مبارزه کړې وه. تر دې وروسته خوشال خان خټک راغی "دا نن چې موږ د پښتون ملي هویت یا پښتون قامي شناخت خبره کوو، دا خوشال خان خټک موږ ته راکړی دی."

د خټک په اند، باچا خان په ۲۰مه پېړۍ کې د پښتنو د "احیایې نو یا نوي ژوند" بنسټ کښېښود، پښتانه یې د تعلیم پر ارزښت خبر کړل، سیاسي شعور یې ورکړ او پښتونولي یې "جدیده" کړه.

دی وايي، ولي خان هم د خپل پلار په څېر د هند پر نیمه وچه د برتانیې د واکمنۍ ضد مبارزه پیل کړه او د سیاست ډګر ته داخل شو.

د خټک په خبره، د ازادۍ لپاره د مبارزې سیاست په برخه کې ولي خان له باچا خان سره مشابهت لري، خو دواړه په خپل کړه، وړه کې توپیرونه هم لري:

"باچا خان یو سماجي مصلح او reformer وو او په سیاست کې یې په نه زړه برخه اخیستې وه. ولي خان سیاستمدار وو – مدبر او پوه سیاستمدار او د سیاست عملي ضرورتونه یې په نظر کې ساتل لکه په انتخاباتو کې برخه اخیستل، د انتخاباتو لپاره پر ځینو خبرو compromiseیا مصلحتونه کول. باچا خان له دې خبرو لوړ وو. هغه به ویل چې 'که په چا ښه لګي او که بده، زه خپله خبره کوم، چې کومه خبره ما ته سمه ښکاري، زما د ضمیر یا وجدان مطابق وي، هغه به کوم'."

شنونکی او لیکوال حرمت علي شاه وايي، باچا خان د خپل ژوند "۳۵ کاله په زندانونو کې تېر کړل خو له سیاسي نظریې او جدوجهده یې لاس وانخیست."

نوموړي د ۲۰۱۹ز کال په فبرورۍ او مارچ کې د پاکستان فرایډې ټایمز مجلې ته په اوسمهاله ټولنه کې د باچا خان د فکر او سیاست پر ارزښت لیکنې وکړې چې پکې هغه وايي، باچا خان په ټولنه کې د "اصلاحاتو" او "جدیدیت" غوښتونکی وو او د ښځو پر حقونو یې ټینګار کاوهنو همدا لامل دی چې د هغه فکر له اوسني عصر سره هم سمون خوري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG